په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه.
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۹۴۷ ته لوړه شوه
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکولو سره د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه.
دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.
هغه وویل چې په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونونو ۲۹۵۳ تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس معاینه کړې چې په ۲۷۷ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی چې پدې ډول هیواد کې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۹۴۷ تنو ته لوړه شوه.
هغه وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې زمونږ ۱۲ تنو په کرونا ویروس اخته ناروغانو ژوند د دلاسه ورکړی دی چې ټول د پوخ عمر خاوندان ول چې پدې ډول د مړو شمیره ۲۱ تنو ته لوړه شوه.
هغه یو ځل بیا په ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د لوړ او پوخ عمر لرونکو نه د کورونو نه د نه وتو غوښتنه وکړه. هغه وویل چې د نن شپې د مارچ ۲۱ مې نیټې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره په هیواد کې د ۶۵ کلونو عمر نه د لوړ عمر لرونکو کسانو د کور نه په وتو بندیز او محدودیت لګول شوی دی. ددې په هیله چې زمونږ مشران دا بندیز تطبیق کړي. ځکه چې د پخو عمر لرونکو د مرګ خطر ډیر لوړ دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله