په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا په ویرس د اخته کسانو شمیره ۶۷۰ تنو ته لوړه شوه

1382231
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره ۹ ته لوړه شوه. همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۱ مثبتې پيښې ثبت شوي‌ دي‌ چې په کرونا ویروس د اخته شوو کسانو شمیره ۶۷۰ تنو لوړه شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه. هغه وویل چې  په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۵۶ تنو ته د کرونا ویروس معاینه شوې ده چې په  ۳۱۱ تنو  کې د کرونا ویروس تشخیص شو. پدې ډول په هیواد کې په  کرونا ویروس د اخته کسانو شمیره ۶۷۰ تنو ته لوړه شوه.

د روغتیا وزیر وویل چې په ډیرې خواشینۍ سره چې په ۲۴ ساعتونو کې ۵ تنو د کرونا ویروس له امله ژوند د لاسه ورکړی چې پدې ډول د مړو شمیره ۹ تنو ته لوړه شوه.

هغه زیاته کړه چې  نوموړي‌ پنځه تنه چې ژوند يي‌ د لاسه ورکړی دی ټول د پاخه عمر خاوندان ول. هغه په هیوادوالو غږ کړی دی چې د خپلو مشرانو او د پوخ عمر خاوندانو نه ډیر زیات مراقبت وکړو.

د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې پوره ونډه واخلو او ضعف ښکاره نکړو.

 



اړوند خبرونه