د ورځنۍ اجندا تحلیل

په ننۍ خپرونه کې د کرونا ویروس  او په نړۍوال سیستم باندې ددې ویروس پر اغیزو لنډ بحث کوو.

1380880
د ورځنۍ اجندا تحلیل

 

لکه څرنګه چې پوهیږۍ د کرونا ویروس د لومړي‌ ځل لپاره د ۲۰۱۹ میلادي‌ کال د دسمبر په ۱۲ مه نيټه د چین د ووهان په ایالت کې ولیدل شو او په ډیره کمه موده کې په ډیرې چټکۍ سره ټولې نړۍ ته خپور شو. داسې ښکاري‌ چې د کرونا ویروس نړۍواله ساري‌ ناروغي‌ نړۍوال سیستم  باندې ډیرې ژورې منفي‌ اغیزې وکړي‌ .

د ویلو ده چې په تیرو لسو کلونو کې نړۍوال سیاست د نړۍ په کچه د ځینو پرمختګونو شاهدي کړې ده . د سپټمبر د یوولسمې د پیښې سره نړۍوال سیستم د یو ستر امنیتي‌ بحران سره مخامخ شوی وو چې په نتیجه کې داعش رامنځته شو او په ډیرې چټکۍ سره د خپلو فعالیتونو لمن د نړۍ هر ګوډ ته وغځوله. داعش د رامنځته کیدو سره د امنیتي‌ پوله نړۍوال بحران لا پسې ژور شو.

همداشان په ۲۰۰۸ کال کې ټوله نړۍ د یو جدي‌ نړۍوال اقتصادي‌ بحران سره لاس او ګریوان شوه. ددې مالي‌ او اقتصادي‌ بحران نه د څه باندې لسو کلونو په تیریدو سره نړۍوال اقتصادي‌ سیستم تر اوسه ددې بحران د منفي‌ اغیزو نه ژغورل شوی ندی. ددې بحران اغیزې اوس هم دوام لري. نړۍوال اقتصادونه یو ځل بیا د منفي‌ پر لورې روان شوي‌ دي.

همداشان پدې وروستیو کلونو کې د امریکا او چین ترمنځه تجاري‌ جګړې چې  په نړۍواله کچه اقتصادي‌ نظام د ګواښ سره مخامخ کړی دی د یو نوي‌ نړۍوال اقتصادي‌ بحران د رامنځته کیدو په اړه يي ویرې هم ډیرې کړي‌ دي.

همداشان په نړۍواله کچه رامنځته شوو سیاسي‌ بحرانونو لکه د ښي‌ اړخه افراطي‌ ډلو یو ځل بیا راژوندي‌ کیدو او د پام وړ ودې،  د نړۍوالو سازمانونو او ادارو د اغیزو کمیدل او د ظرفیتونو او اعتبار د لاسه ورکول او د سوریې بحران په څیر ژورو مسئلو د نړۍوال سیستم  د راتلوونکي‌ په اړه ژورې پوښتنې راولاړې کړي‌ دي.

خو ددې ټولو سره سره هیچا د نړۍوال سیستم د راتلوونکي‌ په اړه بدبیني او ناڅرګندۍ اټکل نه کولو. خو د کرونا ویروس بحران د انتظاراتو  او لکه څرنګه چې ښکاري‌ ددېنه ډیر خطرناکه بحران دی. دا بحران ددې ټولو ستونزو نه لا زیات د نړۍوال سیستم راتلوونکی د ګواښ‌ او ناڅرګندۍ سره مخامخ کړی دی.

 

د ترکیې د سیاسي، اقتصادي‌ او ټولنیزو مسایلو تحقیقاتي‌ مرکز د امنیتي‌ څیړونو مشر او لیکوال ډاکټر مراد یشیل تاش د مسئلې په اړه ارزونې کړي‌ چې ستاسې پام ورته رااړوم.

 

د کرونا ویروس د هر څه نه مخکې په نړۍواله کچه  د انسانانو روغتیايي امنیت د ګواښ‌ سره مخامخ کړی یوه نړۍواله ستونزه ده. د ویلو ده چې د ۱۹۸۰ کلونو نه راپدیخوا د انسان امنیت تل د نړۍوال سیاست او نړۍوال امنیت په مرکز کې ځای نیولی دی.

د کرونا والګي‌ د انسان پر امنیت او نړۍوالې عامه روغتیا  اغیزې مخ په راوتو دي. لومړنۍ  او تر ټولو مهمه اغیزه يي په نړۍوال اقتصاد منفي‌ او ژور تاثیرات دي.

دا چې د کرونا ساري‌ ناروغۍ به تر کومه دوام کوي؟ څه وخت به تر کنټرول لاندې نیول کیږي؟ د انسانانو پر روغتیا به تر کومې اندازې ناوړه اغیزې کوي؟ انسانانو ته به په کومه اندازه زیان رسوي او ایا دا ناروغي‌ له سره تکراریږي‌ او که نه پدې اړه ناڅرګندیو وار د مخه په نړۍوال اقتصادي‌ سیستم کې په زلزلو پيل کړی دی. وار د مخه يي نړۍوال اقتصادي‌ سیتسم د خپلو اغیزو لاندې راوستی دی.

 

د ویلو ده چې د کرونا ویروس د چین په څیر د نړۍ د یو پر مختللي‌ اقتصادي‌ هیواد اقتصاد د مثبت نه د منفي‌  پر لورې اړول، په چین کې په یو زیات شمیر سیمو کې تولیدات په ټپه درول، د ایټالیا، فرانسې، جرمني‌ او اسپانیا په څیر د اروپا په مخکښو او لیډر هیوادونو کې اقتصادونه په ټپه دریدو د امریکا په څیر نړۍواله اکټوران په حرکت راوستي‌ دي. د کرونا ویروس له امله د اسیا نه نیولې تر لویدیځه پورې د نړۍ اسهامو بازارونو په ډیرې چټکۍ سره خپلې بیې د لاسه ورکړې.

د امریکا  مرکزي‌ بانک د ۷۰۰ میلیاردو ډالرو د ډیرې سترې مداخلې سره سره ددې هیواد د اسهامو په بازارونو کې د روان بحران مخه ونه نیوله.

د پيسو د نړۍوال صندوق په څیر د نړۍوال مالي‌ او اقتصادي‌ سازمانونو د سر سلاکار په توګه دنده ترسره کړي د نړۍ مشهورې اقتصادې څیرې کینیت روګوف  ادعا کړې چې نړۍوال اقتصاد په پرله پسې توګه د کوچني‌ کیدو سره د یو ستر بحران پر لورې روان دی. همداشان د اکسفورد تحقیقاتي‌ انیستیتیوت بیا ویلي‌ دي‌ چې د نړۍ هغه د پرمختګ په حال کې هیوادونه چې بهرني‌ پورونه لري د پورونو د ورکولو په مسئله کې به د جدي‌ ستونزو سره لاس او ګریوان شي.

همداشان د امریکا مرکزي‌ بانک د یوې داسې  لارې  نه چې هر وخت  ورته مراجعه نکوي د پیسو زیاتولو سیاست  د عملي کولو نه خبر ورکړی دی.

 

فرانسې د کرونا ویروس پر خلاف مبارزې ته ۵۰۰ میلیارده ایرو بودیجې د ځانګړې کولو نه خبر ورکړی دی.

دا تدابیر په  اقتصادي‌ بحرانونو د ژورتیا مخه نیولی نشي‌ ځکه چې  رښتني‌ بازارونه په ټپه دریدلي‌ دي.

که چیرې حالات او وضعیت په همدې شان دوام وکړي‌ په راتلوونکو دوو کلونو کې د نړۍوال اقتصاد راټولول او په عادي‌ حالت ته راګرځیدل ناممکنه خبره ده. دا وضعیت کیدای شي‌ چې  په نړۍوال اقتصاد لا جدي‌ اغیزې وکړي او هغه هیوادونه چې اقتصادي‌ مشکلاتو سره مخ دي‌ د افلاس او ډوبیدو نقطې ته راورسوي.

همداشان کیدای شي چې د کرونا نړۍوال والګی د نړۍوال اقتصادي‌ بحران نه لا زیات یو تاریخي‌ بحران رامنځته کړي او په نړۍوال اقتصادي‌ سیستم او ساختار کې جدي تغیراتو ته لار هواره کړي.

 

په نړۍوال سیستم د کرونا ویروس والګی  د اغیزو دویمه مهمه مسئله د نړۍوال امنیت پورې اړه لري. لکه څرنګه چې د ترکیې جمهوریت حکومت ویلي‌ دي‌ " د کرونا ویروس یوه نړۍواله ستونزه ده خو  مبارزه يي ملي‌ ده." دا هر هیواد  دې ته مجبوروي‌ چې لومړی خپل ځان ترینه وژغوري. هر هیواد هڅه کوي‌ چې لومړی خپل وګړي‌ ددې مرض نه وژغوري.

چین، ایټالیا، فرانسې، امریکا، اسپانیا او  اروپا یو زیات شمیر هیوادونو د ډیرو قوي‌ او شدیدو تدابیرو په نیولو پیل کړی دی. ترکیې ددې ویروس د راوتو د پیل نه د شدیدو تدابیرو نیوونکو هیوادونو په سر کې قرار لري.

ټولو هیوادونو د چا خبره د یو بل سره خپلې هوايي اړیکي د پرې کولو نقطې ته رارسولي‌ دي.

فرانسې خپلې ټولې  مځکنې پولي د ټولو هیوادونو پر مخ د تړولو نه خبر ورکړ. انګلستنا بیا د نړۍ او اروپا نه د بل ډول تدابیرو نیولو ستراتیژي غوره کړې ده  خو په انګلستان کې د کرونا ویروس وروستیو پرمختګونو او پيښو ددې هیواد خلکو نه لا زیات وار خطا کړی ښکاري.

د بله پلوه په فرانسه کې د ځايي ټولټاکنو دویم پړاو وځنډول شو. اسپانیا  په هیواد کې د ټولو خصوصي‌ روغتونونو اداره حکومت ته د سپارولو پریکړه وکړه.

په هالنډ کې د ۱۹۷۳ کال کې د پطرولو د بحران نه راپدیخوا د لومړي‌ ځل لپاره یو لومړی وزیر هیوادوالو ته په خطاب کې وینا وکړه.

 

همداشان په امریکا کې هغه سیمې چې د کرونا ویروس اغیزې پکې تر ټولو ډیرې لیدل شوي‌ دي‌ خلکو د وسلو په رانیولو پیل کړی دی.

که چیرې حالات او وضعیت په همدې شان دوام وکړي‌ کیدای شي‌ چې لومړی په ملي کچه امنیتي‌ ستونزې رامنځته شي او وروسته دولت په منځ کې او بیا د دولتونو ترمنځه ستونزو ته لار هواره کړي.

 

د ویلو ده چې د کرونا ویروس د نړۍوال سیستم په دوو مهمو ستنو اقتصاد او امنیت  منفي اغیزې کړي‌ دي. دا دوه ستنې د نړۍوال سیستم په راتلوونکي‌ کې څه ډول شکل نیسي‌ په مسئلو قوي‌ اغیزې لري.

ددینه وروسته رامنځته کیدونکي‌ پرمختګونه د ټولو اکټورانو د مقامت ښکارندويي به کوي.

لومړی به دهیوادونو د اقتصادونو مقامت ښکاره کړي. هو قوي‌ اقتصادونه کیدای شي‌ چې د پیسو له پلوه د کومې ستونزې سره مخامخ نشي‌ خو نړۍوال اقتصاد څپې تر ټولو زیات لوی اقتصادونه زیانمن کوي.

ضعیفه اقتصادونه خو د لاسه ورکولو لپاره وار د مخه څه نلري. د مقامت دویم امتحان به د ټولنیز او فردي‌ روحي‌ حالت په اړه وي.

په هغه ټولنو کې چې انسانانو نه په فردي‌ توګه وار خطا وي او لا زیات یو لوري‌ او بل لوري‌ ته لاسونه اچوي‌ دا په ټولنه هم منفي اغیزې کوي‌ او په نتیجه کې سیاسي‌ بحران ته لار هواروي.

د همدې امله هغه ټولنې چې د ټولنیز پلوه قوي‌ او مقامت يي‌ لوړي‌ وي‌ هغوې د ډیر لږ زیان سره دا بحران حلوي.

دریم د مقامت امتحان د دولتونو مقامت  دی. هغه دولتونه چې د پریکړو میکانیزم يي قوي‌ او پیاوړی وي هغوې پدې امتحان کې کامیابیږي.ضعیفه دولتونه به لا پسې ضعیفه شي‌ او کیدای شي چې د منځه تلو د ګواښ‌ سره مخامخ شي.

 

کیدای شي‌ چې د کرونا ویروس نړۍوال تهدید د برطرفه کیدو نه وروسته د یو داسې  نړۍوال سیستم  ډړې وړې شوی وي‌ شاهدي‌ وکړو. دا چې  دا دړې وړې شوی سیستم به د نوي‌ سیستم لپاره څه ډول زمینه برابروي‌ دا به ټول په ګډه سره وګورو.  

 



اړوند خبرونه