د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چناق قلعه د ستر بري په اړه پيغام خپور کړ

نن د مارچ ۱۸ مه نیټه ده چې د چناق قلعه د ستر بري‌ د ۱۰۵مې کلیزې سره سمون خوري

1380307
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چناق قلعه د ستر بري په اړه پيغام خپور کړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې هغه برخې چې یوه پيړۍ مخکې د چناق قلعه په جګړه کې د ترکیې د مبارزې پر اهمیت پوه شوي‌ ندي‌ ، نن ورځ د ترکیې پر خلاف د موجودو تهدیدونو پر وړاندې زمونږ د عظیمې مبارزې او قوي‌ ارادې پر اهمیت پوهیدل ناممکنه خبره ده.

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ ۱۸ مه نیټه د شهیدانو د یادښت او  چناق قلعه د ستر بري‌  د ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت پیغام خپور کړ.

ولسمشر په خپور کړي‌ پیغام کې ددې خبرې‌ په ټینګار لیکلي دي‌  نن چې په ډیر ویاړ او سرلوړۍ سره د چناق قلعه د ستر بري‌ ۱۰۵ مه کلیزه لمانځو په اصل کې ترک ملت په ګډه  وطن او ملت ته د درناوۍ په برخه کې د قهرمانۍ او اتلولۍ ستر داستان لیکی دی.

د چناق قلعه ستر بری زمونږ د ملت لخوا   د هر ډول امکاناتو د نه شتون سره سره د خپل عزت او وطن په لاره کې  د ترسره کړو فداکاریو او سرښندنو یو ډیر ښکاره د شهامت او میړانتیا داستان دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې هغه برخې چې یوه پيړۍ مخکې د چناق قلعه په جګړه کې د ترکیې د مبارزې پر اهمیت پوه شوي‌ ندي‌ ، نن ورځ د ترکیې پر خلاف د موجودو تهدیدونو پر وړاندې زمونږ د عظیمې مبارزې او قوي‌ ارادې پر اهمیت پوهیدل ناممکنه خبره ده.

د ویلو ده چې د چناق قلعه جګړه د لومړۍ نړۍوالې جګړې پر مهال د ۱۹۱۵ او ۱۶ کلونو ترمنځه د ګالیبولو په نیمه ټاپو وزمه کې  د ائتلافي دولتونو او عثماني‌ امپراتورۍ ترمنځه ترسره شوې سمندري‌ او پلې جګړه ده.

د چناق قلعه  د جګړې ستر بري‌ په اصل کې د ترکیې د استقلال او خپلواکۍ د مبارزې او ترکیې جمهوریت د جوړولو په برخه کې ډیر مهم او رغنده رول لوبولی دی.

 



اړوند خبرونه