ترکیه د هیواد نه بهر بند پاتي ترکان هیواد ته راانتقالوي
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د کرونا ویروس پر وړاندې د نیول شوو تدابیرو په چوکاټ کې د اروپا د ۹ هیوادونو نه راتلوونکو ترکانو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د اروپا په ۹ هیوادونو کې بند پاتې ۳۶۱۴ تنه ترکان د نن شپې تر ۱۲ بجو پورې هیواد ته راستانه کړی شي. هغه وویل چې دا کسان به په استانبول او کوجه ایلي په ولایتونو کې په لیلیو کې د ۱۴ ورځو لپاره په قرنطین کې ونیول شي.
چاوش اوغلو وویل چې د د مارچ په ۱۵ مه نیټه په غونډه کې مو د ۹ اروپايي هیوادونو پر مخ د هوايي او مځکنیو پولو د تړولو پریکړه وکړه.
۳۶۱۴ تنو هیوادوالو هیواد ته د راستنیدو په خاطر مراجعه کړې ده . دا هیوادوال به تر نن شپې ۱۲ بجو پورې هیواد ته راستانه کړو او ټول به د ۱۴ ورځو لپاره په قرنطین کې ونیول شي.
هغه وویل چې د ترکیې د ملکي هوايي شرکت ترکش ایرلاین به په ۳۴ پروازونو کې دا کسان هیواد ته راستانه کړي. ترکش ایرلاین د ټکټونو په قیمتونو کې هم د هیوادوالو سره مرسته وکړه. قیمتونه يي ټیټ کړل. دا کسان به ټول د استانبول او کوجه ایلي ولایتونو په لیلیو کې د قرنطین لاندې ونیول شي.
همداشان د انګلستان نه هم زمونږ د هیوادوالو زده کوونکو او نورو کسانو په خاطر ۳ پروازونه په نظر کې نیول شوي دي او نن به ټول هیواد ته راستانه کړی شي.ټول به د ۱۴ ورځو لپاره په قرنطین کې ونیول شي.
هغه وویل چې ترکیې د نړۍ د ۲۰ هیوادونو پر مخ خپلې هوايي او مځکنې پولې تړلي دي.
هغه وویل چې د مراکش نه به هم په پروازونو بندیز ولګوو. په مراکش کې هم ۱۵۰۰ تنه ترکان شتون لري چې د هغوي د انتقال په خاطر به هم لازم اقدامات ترسره شي.
چاوش اوغلو وویل چې د نړۍ ۲۳ هیوادونو د ترکیې نه د مرستو غوښتنه کړې ده . بعضو هیوادونو ته مو مرستې لیږلي دي.
د هیواد د روغتیا وزارت سره په همغږۍ کې کار کوو. هڅه کوو چې پدې سختو شپو او ورځو کې د خپل وس او توانه پورې د اړینو هیوادونو سره مرستې وکړو. خو په لومړیتوب کې زمونږ خپل هیواد ځای لري.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.