په ترکیه کې  د نوي ډول کرونا ویروس لومړۍ مثبته پیښه کې ثبت شوه.

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه.

1375947
په ترکیه کې  د نوي ډول کرونا ویروس لومړۍ مثبته پیښه کې ثبت شوه.

 

دا خبره د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وکړه. هغه وویل چې په ترکیه کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پیښه ثبت شوه.

هغه وویل چې " زمونږ د یو تن هیوادوال چې د کرونا ویروس په شک تر معاینې لاندې نیول شوی وو په معایناتو کې کرونا ویروس تثبیت شوی دی. "

د روغتیا وزیر خبري غونډې ته وویل چې " په کوم کس کې چې د کرونا ویروس تثیت شوی دی د  لوړې تبې او ټوخي  په شکایت يي  روغتون ته مراجعه کړې وه. د کرونا شک پرې شوی وو چې معاینات يي مثبت وو.

ناروغ دا ویروس د اروپا نه د ځان سره راوړی دی. ناروغ سمدلاسه په قرنطین کې نیول شوی دی. ناروغ نارینه دی او عمومي وضعیت يي ښه دی. د هغه کورنۍ او نږدې کسان ټول تر جدي تعقیب لاندې  نیول شوي دي او هر تن يي زمونږ لپاره شکمن  دی."

د روغتیا وزارت ویلي دي چې  د کرونا ویروس دا نوی ډول  چې لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۱۲ مه نيټه د چین د ووهان په ښار کې ولیدل شو او په ډیره چټکۍ سره ټولې نړۍ ته خپور شو ترکیې ددې ویروس د مخنیوي په برخه کې تر ننه پورې ډیر ستر بریالیتوب ترلاسه کړی او ډیر بریالۍ مجادله يي ورسره کړې ده .



اړوند خبرونه