د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو رسمي یو ورځني سفر په ترڅ کې بروکسل ته ځي.

ولسمشر اردوغان بروکسل ته سفر کوي

1374571
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن د یو رسمي یو ورځني سفر په ترڅ کې بروکسل ته ځي.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې د شورا د رئیس چارلس مایکل په بلنه نن د یو رسمي یو ورځني سفر په ترڅ کې سفر کوي.

د ویلو ده چې  ولسمشر اردوغان به په بروکسل کې  د اروپايي ټولنې د شورا رئیس چارلس حضور ته ومني. پدې لیدنه کې به د اروپايي ټولنې د کمیسیون رئیس هم ګډون ولري.

پدې لیدنه کې به د ترکیې او اروپايي تولنې ترمنځه په دوه اړخیزو اړیکو غور او کتنه وشي  او د همکاریو د کچې د لا لوړولو په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړي.

پدې لیدنه کې به په ځانګړې توګه  د ادلب ، سورېې،وروستیو پیښو او پرمختګوننو او د کډوالو په مسئلې او بحران خبرې وکړي. همداشان پدې لیدنه کې به په سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو هم خبرې وکړي.

ولسمشر اردوغان به بروکسل ته د خپل دې سفر په چوکاټ کې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ هم حضور ته ومني.



اړوند خبرونه