اوکتای: د سپرلي ډال عملیاتو سره به د خپلو پولو امنیت ټینګ کړو

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان مرستیال فواد اوکتای وویل چې " د سپرلي ډال د عملیاتو سره زمونږ په پولو کې د جوړولو هڅه کیدونکې  د ترهګرو د دولت او انساني تراژیدۍ مخه ونیسو."

1370894
اوکتای: د سپرلي ډال عملیاتو سره به د خپلو پولو امنیت ټینګ کړو

 

اوکتای د خپل ټویټر حساب له لارې په څرګندونو کې ویلي دي چې " زمونږ وسله وال ځواکونه د پولو دننه او بهر مبارزې  د قوي ارادې سره دوام ورکوي. زمونږ د استقلال او استقبال پر وړانډې خنډونو ته هم د جګړې په ډګر کې او هم د مذاکراتو په میز کې  لازم ځواب ورکړی او ددینه وروسته به هم ورکولو ته دوام ورکړي. "

هغه زیاته کړې ده چې " د فرات ډال، زیتون څانګې او سولې چینې د پوځي عملیاتو په څیر د سپرلي ډال د عملیاتو سره زمونږ په پولو کې د جوړولو هڅه کیدونکي  د ترهګرو د دولت او انساني تراژیدۍ مخه ونیسو. همداشان د وطن او بیرغ په لاره کې  د خپل خوږ ژوند قرباني کوونکو شهیدانو روح دې ښاد وي  او کورنیو ته يي  د جمیل صبر غوښتنه کوو."


پيوندونه: #سپرلي ډال , #ترکیه

اړوند خبرونه