ترکیې  په سوریه کې  دا ځل د سپرلي ډال په نامه  نوي پوځي عملیات پیل کړل.

ترکیې د اسد رژیم ته ډير سخت ګوزار ورکړ

1369616
ترکیې  په سوریه کې  دا ځل د سپرلي ډال په نامه  نوي پوځي عملیات پیل کړل.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې  د ترکیې بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه به د سپرلي ډال په نامه  د پوځي عملیات سره مات کړو.

هغه  د خپل ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې  د سوریې په ادلب سیمه کې د جګړې د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په موخه په میشتو ترکي ځواکونو د  فبروري په ۲۷ مه نيټه د اسد ځواکونو لخوا هوايي برید وشو چې ددې برید په ځواب کې  ترکیې پرون  په سوریه کې د سپرلي ډال په نامه  نوي پوځي عملیات رسمآ پیل کړل.

هغه ویلي دي چې " د فرات ډال، زیتون څانګې او سولې چینې د عملیاتو نه وروسته دادې اوس د سپرلي ډال پوځي  عملیاتو سره به زمونږ بیرغ ته رااوږده شوي لاسونه مات کړو. الله تبارک و تعالی دی زمونږ د بیرغ په خاطر مبارزه کوونکو د ترکیې اتلانو حفاظت وکړي."

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ د پیل شوو سپرلي ډال د عملیاتو په لومړنۍ ورځ  د اسد رژیم ته  ډیر ستر ګوزار ورکړ. د تیرې ورځې په عملیاتو کې د اسد د رژیم دوه هوايي ډګرونه او زیات شمیر دافع هوا سیستمونه او ټانکونه له منځه یوړل شول.



اړوند خبرونه