ولسمشر اردوغان : څه باندې ۲۱۰۰ تنه د اسد جنګیالي‌ مو له منځه وړي

ولسمشر اردوغان په ادلب کې د روانې مبارزې په اړه مهمې څرګندونې وکړې

1369069
ولسمشر اردوغان : څه باندې ۲۱۰۰ تنه د اسد جنګیالي‌ مو له منځه وړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د اسد رژیم په ادلب کې پارونکو اقداماتو ته دوام ورکوي. د اسد رژیم په تیره ورځ  یو ځل بیا په سیمه کې په ترکي‌ ځواکونو د توپچي برید وکړ چې په نتیجه کې یو تن اتل سرتیری شهید او دوه تنه نور ټپیان شول.

ولسمشر اردوغان وویل چې د اسد ځواکونو تیره ورځ‌ هم په ادلب کې زمونږ په ځواکونو هوايي برید کړی وو چې په نتیجه کې ۳۳ تنه اتل سرتیري‌ په شهادت رسیدلي‌ وو. ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې زمونږ د شهیدانو شمیره ۳۶ تنو ته لوړه شوه.

ولسمشر اردوغان وویل چې ددې په مقابل کې  د ترکیې وسله والو ځواکونو په ځوابي‌ بریدونو کې د اسد په رژیم ترسره کړو بریدونو کې تر اوسه پورې څه باندې ۲۱۰۰ تنه د اسد جنګیالي‌ له منځه وړل شوي‌ دي‌ .

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې بریدونو کې تر ۳۰۰ ډیر د اسد د رژیم پوځي‌ عناصر له منځه وړل شوي‌ دي‌ چې پدې کې ټانکونه، د توغندیو دستګاوې، دافع هوا سیستمونه، زغروالې موټرې، د وسلو او مهماتو ډیپوګان، ۷ د کیمیایي موادو ډیپوګان او جنګي‌ چورلکې له منځه وړل شوي‌ دي. پدې بریدونو کې د اسد د ځواکونو ۹۴ ټانکونه له منځه وړل شوي‌ دي .

ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې زمونږ د موجودیت لامل د سوریې خاوره یا تیل ندي. زمونږ یواځنی هدف د خپلو پولو امنیت دی.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې  د ترکیې په ملي‌ شورا کې د استانبول ښار  د عدالت او پراختیا ګوند وکیلانو سره په لیدنه کې په استانبول کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه غواړي‌ چې په سوریه کې د امن سیمې د جوړولو سره خپلو پولو امنیت ټینګ کړي‌ . نه دخاورې او نه د تیلو په څیر کوم درد نلرو. 

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ سوریې ته د اسد رژیم په بلنه نه بلکې د سوریې د خلکو په بلنه تللي‌ یو. تر کومه چې دا ستونزه  د ریښې نه حل نه کړو د هغه ځای نه به خپل ځواکونه ونه باسو.

ولسمشر اردوغان وویل چې په سوریه کې د ترکیې د پولو نه پورې غاړې ته د ۳۰ کیلومترو په ژوروالي‌ سره د امن سیمې د جوړولو په اړه چارو ته دوام ورکوو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د خپل شهیدانو غچ مو اخیستی اخیستو ته دوام ورکوو.

تر اوسه پورې مو څه باندې ۲۱۰۰ تنه د اسد ځواکونه له منځه وړي او تر ۳۰۰ ډیرو پوځي‌ عناصر مو له منځه وړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې که چیرې د سوریې مسئلې ته دقت وکړو اصلي‌ مسئله د سوریې مسئله نده بلکې د ترکیې مسئله ده. هغه برخو چې نن ورځ يي د وسلو میلونه د سوریې پر لورې اړول شوي‌ دي‌ سبا کیدای شي‌ چې د خپلو وسلو میلونه د ترکیې پر لورې واړوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ سوریه رسمآ په درې برخو ویشل شوې ده . نو ایا دا برخې به څه ډول د ترکیې مځکنې بشپړتیا ته درناوی وکړي. 

ولسمشر اردوغان وویل چې زمونږ سره ډیرې زیاتې ژمنې شوې وې. چې د پ ک ک او پ وای جي‌ ترهګر به د سیمې نه وباسو. روسیې او امریکا دواړو په خپلو ژمنو عمل ونکړ او نن ورځ‌ هم دا ترهګر پدې سیمه کې خپل موجودیت ته دوام ورکوي.

هغه کسانو چې د ترهګرو سازمانونو سره په زرګونو ټيلره د وسلو او مهماتو مرسته کړې ده ، د اسد رژیم سره يي‌ د ډیرو زیاتو وسلو او مهماتو مرسته کړې ده خو د ترکیې سره چا هیڅ مرسته نده کړې.

په ځانګړې توګه د کډوالو په مسئله کې ترکیه یواځې پریښود شوې د ه.

ولسمشر اردوغان وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته وویل چې ایا تاسې هلته څه کوۍ. که چیرې په سوریه کې پوځي‌ هډې جوړول غواړۍ وروسته به يي‌ جوړه کړۍ خو زمونږ له مخې لرې شۍ او مونږ د اسد رژیم سره یواځې پریږدۍ.

ولسمشر اردوغان د کډوالو مسئلې ته په اشارې سره وویل چې مونږ د میاشتو میاشتو راهیسې پدې اړه خبرداری ورکړی وو. مونږ ویلي‌ وو که چیرې د کډوالو مسئله په همدې شان دوام وکړي‌ مجبوریږو چې خپلې دروازې پرانیزو. خو هغوې زمونږ دا خبرداری جدي‌ ونیو.

بالاخره پرون مو خپلې دروازې پرانیستې. دا دروازې به ددینه وروسته ونه تړو. تر اوسه پورې ۱۸ زره تنه کډوال د یونان پلو ته تیر شوي‌ دي‌ او کیدای شي‌ چې نن دا شمیره د ۲۵ نه تر ۳۰ زرو پورې ورسیږي.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ د ۳ عشاریه ۷ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي.

ترکیه د نورو کډوالو د منلو توان نلري.

هغه وویل چې په سوریه کې زمونږ مجادله زمونږ د ټولو د راتلوونکي‌ په اړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د اسد رژیم  او ملاتړ کوونکو ته به يي‌ خپله دا قوي‌ اراده وښایو.



اړوند خبرونه