د الهام ولسمشر، بهرنیو چارو وزارت او د فاع وزیر ترکیې ته د تسلیت پیغامونه راستولي
د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د سوریې د ادلب په سیمه کې د اسد رژیم په هوايي برید کې د شهید شوو ترکي سرتیرو په خاطر ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د تسلیت پیغام رالیږلی .
عليوف د تسلیت په پیغام کې داسې لیکلي دي!
عزیز وروره ! " په ډیرې خواشینۍ سره مې د ترکي سرتیرو د شهادت خبر ترلاسه کړ. تاسې، د شهیدانو کورنیو او خپلوانو او ترک ملت ته د خپل ځان او اذربایجان د ملت به استازیتوب د ډاډګیرنې او تسلیت مراتب وړاندې کوم. د شهیدانو لپاره د الله د دربار څخه د مغرت غوښتنه کوم. "
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت بیا د خپل ټویټر رسمي پاڼې له لارې د ډاډګیرمې پیغام خپور کړی دی.
" په ادلب کې د ترکي سرتیرو د شهادت خبر زمونږ د ډیر زیات خواشیني کړي یو. شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، کورنیو او ترک ملت ته د صبر غوښتنه کوو. ورور هیواد ترکیې ته سره پدې غم کې ځان شریک بولو او تسلیت مراتب ورته وړاندې کوو."
د اذربایجان د دفاع وزیر ذاکر حسنوف د سوریې د ادلب په سیمه کې په ترکي سرتیرو د هوايي برید چې په نتیجه کې ۳۳ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي دي د ترکیې ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر ته د ډاډګیرنې پیغام راستولی دی.
هغه په پیغام کې لیکلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو د سوریې په ادلب کې د ورور هیواد ترکیې په سرتیرو د هوايي برید چې به نتیجه کې ګن شمیر سرتیري په شهادت رسیدلي او ټپیان شوي دي خبر ترلاسه کړ.
شهیدانو ته د الله د دربارڅخه د مغفرت، کورنیو او خپلوانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو. ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.
ستاسې غم زمونږ غم دی. پوره باور لرو چې د ترکیې د میرانه پوځ لخوا روان دا پوځي عملیات به خامخا خپل هدف ته ورسیږي او بری به يي په برخه شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله