د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ویزې د معافیت موده د ۳۰ ورځو نه ۹۰ ورځو ته لوړه کړی شوه
په اذربایجان کې د ترکیې لوی سفیر ایرکان اوزاورال وویل چې د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ویرې د معافیت موده د ۳۰ ورځو نه ۹۰ ورځو ته لوړه کړې شوه.
![د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ویزې د معافیت موده د ۳۰ ورځو نه ۹۰ ورځو ته لوړه کړی شوه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/927a/bf59/db6c/5954837c9156b.jpg?time=1719023131)
هغه وویل چې د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په سوداګرۍ کې په متقابله توګه ګمرکي مالیات شتون لري چې دې مسئلې په بعضو سکتورنو منفي اغیزې کړي دي. یو زیات شمیر ترک او اذربایجاني توکو د رقابت قوت يي راټیټ کړی دی. ددې ستونزې د حل په خاطر د دواړو هیوادونو ترمنځه د ترجیحي تجارت تړون لاسلیک شو.
سفیر وویل چې دا تړون به په نږدې راتلوونکي کې تصویب او نافذ شي. همداشان دا تړون به د تجاري اړیکو د ودې سره د پام وړ مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو وګړو ته د ویزې د معافیت موده د ۳۰ ورځو نه ۹۰ ورځو ته لوړه کړې شوه. مخکې دا موده ۳۰ ورځې وه . دا مسئله هم د دواړو هیوادونو ترمنځه په تګ راټګ مثبتې اغیزې وکړي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719023131)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719023131)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله