خلوصي اکار : په ادلت کې د ترکیې د عملیاتو د پیلولو احتمال لوړ دی

اکار : که چیرې د اسد ځواکونه په ادلت کې د سوچي په هوکړه لیک کې ټاکل شوو سرحداتو ته په شا نشي کیدای شي چې ترکیه پوخي عملیات پیل کړي

1363711
خلوصي اکار : په ادلت کې د ترکیې د عملیاتو د پیلولو احتمال لوړ دی

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  وویل چې  که چیرې د سوریې د ادلب په سیمه کې د اسد ځواکونه د روانې میاشتې تر پایته پورې د سوچي په هوکړه لیک کې ټاکل شوو سرحداتو ته په شا نشي  دلته د ترکیې لخوا  پوځي عملیاتو د پیلولو احتمال  ډیر لوړ  دی.

خلوصي اکار دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

اکار د ادلب په مسئله کې د ترکیې او روسیې ترمنځه روانو مذاکراتو د پایلې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د ترکیې او روسیې ترمنځه په لاسلیک شوي د سوچي په هوکړه لیک کې سرحدات معلوم دي. دلته مهمه خبره  پدې هوکړه لیک عمل کول دي. مونږ روسیې ته وایو چې  د اسد په رژیم چې ددې هوکړه لیک نه يي سرغړونه کړې  د خپل نفوذ نه په استفادې سره  فشار راوړۍ او اوربند ته يي اړ کړۍ. د سوچي هوکړه لیک مراعاتولو ته يي اړ کړۍ."

خلوصي اکار وویل چې د سوریې د رژیم  لخوا په ادلب کې میشت د درې نیم نه تر ۴ میلیونو تنو انسانانو  باندې د ترهګرو تور لګول په اصل کې دا  خبره  د رژیم د افلاس په معنا ده.

تاسې وګورۍ  د اسد رژیم  په خپل هر مخالف باندې د ترهګر ټاپه لګوي  او هغه ته د ژوند کولو حق هم نه ورکوي. اسد رژیم پدې بې ګناه او مظلومو انسانانو د بیلري بمونو نه نیولې تر د مځکې او هوا له لارې د هر ډول  بریدونو سره  او د هیڅډول توپیر نه پرته د یو لبه  د قتل عامونو ته دوام ورکوي. دا په ښکاره توګه قتل عام دی.ترکیه لکه څرنګه چې د تاریخ په اوږدو کې د مظلوم تر څنګ  دریدلی دی نن ورځ هم  د مظلوم او بې ګناه انسانانو ترڅنګ ولاړ دی. مونږ  د همدې موخې په خاطر په سوریه کې خپل موجودیت ته دوام ورکوو او د سوچي د هوکړه لیک د عملي کولو غوښتنه کوو.

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې  که چیرې په ادلب کې د اسد ځواکونه د روانې فبروري میاشتې تر پایه ټاکل شوو سرحداتو ته په شا نشي ایا ترکیه دلته هم  د سولې چینې په څیر پوځي عملیاتو پیلولو ته چمتو دی ؟ داسې وویل، " پدې اړه ولسمشر اردوغان هدایت شتون لري. هدفونه  وار د مخه ټاکل شوي دي. "

همداشان هغه ددې پوښتنې په ځواب کې که چیرې ترکیه عملیات پیل کړي ایا  د روسیې سره به يي ټکر رانشي؟ وویل، ترکیه د روسیې سره کومه ستونزه نلري . د عملیاتو هدف د اسد رژیم  دی  او هغه ډلې دي چې د اوربند نه سرغړونه کوي.

اکار وویل چې  په سیمه کې د ترکیې او روسیې د ځواکونو ترمنځه ډیرې ښې اړیکې سالم ډیالوګ شتون لري. تل د یو  بل سره  معلوماتو راکړه ورکړه کوي.



اړوند خبرونه