ترکیې د اروپا  شپږو  هیوادونو وګړو ته  د ویزې د معافولو پریکړه وکړه.

ترکیې ۶ اروپايي هیوادونو وګړو ته ویزې معاف کړې

1362910
ترکیې د اروپا  شپږو  هیوادونو وګړو ته  د ویزې د معافولو پریکړه وکړه.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند  حامي اقسوی وویل چې  ترکیې  د ګرځندوی سکتور، تجاري ، اقتصادي  او کولتوري اړیکو لا زیات  ودې په خاطر بعضو اروپايي هیوادونو وګړو ته  د ویزې د معافولو پریکړه وکړه.

اقسوی وویل چې  ترکیې د  اروپايي ټولنې  د شینګڼ د سیمې د هیوادونو نه د اتریش، بلجیم، هالنډ، اسپانیا، پولنډ او انګلستان وګړو ته  د ویزو د معافولو پریکړه کړې ده .

د یادو شوو هیوادونو وګړي  کولی شي چې  د مارچ د دویمې نیټې نه په اعتبار سره توریستیکو سیاحتونو  پر مهال  د ۹۰ ورځو لپاره  پرته د ویزې ترکیې ته سیاحت وکړي.

اقوس ویلي دي چې دا مسئله  او تصمیم به د هیواد  د ګرځندوی د سکتور د لا زیاتې ودې سره  د پام وړ مرسته وکړي.



اړوند خبرونه