د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل شو

ولسمشر اردوغان په جرمني کې د تیرې شپې بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

1363318
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل شو

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه  د جرمني د هاناو په ښار کې  ټوکمیز ترهګری برید چې په نتیجه کې د ۵ تنو ترکانو په ګډون  ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ په ډیره کلکه توګه وغنده.

ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون د پرانیستو په مراسمو کې په خپله وینا کې  تیره شپه په جرمني کې  رامنځته شوي ترهګري برید نه په یادونې سره وویل چې " پدې ترهګري برید کې وژل شوو خپلو هیوادوالو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته عاجلې شفاء او کورنیو او خپلوانو ته د صبر جمیل غوښتنه کوم."

ولسمشر اردوغان وویل چې " په جرمني کې زمونږ د سفارت په ګډون زمونږ ټول اړوند ادارات  دا مسئله په ډیر حساسیت سره  تعقیبوي. زمونږ دې هیوادوالو سره هر ډول مرستې کوي. همداشان زه پوره باور لرم چې  د جرمني  مقامات د ټولو ابعادو سره ددې برید د روښانه کولو په خاطر  د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي."

ولسمشر اردوغان د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون په اړه وویل چې " نن د ولسمشرۍ ماڼۍ د ملت کتابتون د پرانیستو سره د ولسمشرۍ ماڼۍ مجتمع بشپړه شوه . زمونږ پدې کتابتون کې ۴ میلیونه جلده چاپي کتابونه شتون لري. دا رقم به انشاالله چې دا لوړ شي. پنځه میلیونو جلدو نه به واوړي. همداشان د هیواد ټولو فرهنګپالو، عالمانو او د فکر او هنر خاوندانو  ته د ملت کتابتون سره  د مرستې بلنه ورکوم. هغه کسانو ته چې ډیر نادیده او بې ساري اثار په اختیار کې لري او شخصي کتابتونونه لري  ددې کتابتون سره د مرستې کولو بلنه ورکوم.



اړوند خبرونه