ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یونان د ولسمشر پر خلاف سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د یونان د ولسمشر پروکوپیس پاولوپولوس لخوا د لویدیځې تراکیا نه د لیدنې پر مهال ، د سیمې د ترکي ټولنو نه " د یوناني مسلمانو لږه کیو " په توګه د یادولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1361356
ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یونان د ولسمشر پر خلاف سخت غبرګون وښود

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  د یونان د ولسمشر پروکوپیس پاولوپولوس لخوا د لویدیځې تراکیا نه د لیدنې پر مهال ، د سیمې د ترکي ټولنو نه " د یونان مسلمانو لږه کیو " په توګه د یادولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

چاوش اوغلو  د یونان د ولسمشر په غبرګون کې د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي " د یو داسې هیواد  چې ځان د ډیموکراسۍ  زانګو بولي ولسمشر لخوا د مسلمانو ترکي ټولنو نه د  یونان د مسلمانانو په توګه یادونه کول  ډیره د خواشینۍ خبره ده. ځکه چې پدې اړه د اروپا د بشري حقونو  د محکمې څو جلا جلا پریکړې او حکمونه شتون لري. تاسې چې ورته څه وایاست مهمه نده. د لویدیځې تراکیا لږه کي ټولنې ترکان دي او ترکان به پاتې شي. "

د ویلو ده د یونان د ولسمشر پاولوپولوس د دندې موده  چې  د روان میلادي کال د فبروري په ۱۴ مه نیټه  پایته رسیږي د فبروري په ۱۶ مه نیټه د لویدیځې تراکیا د سیمې نه  لیدنه وکړه.

هغه دلته په خپله وینا کې د لږه کیو مسئلې ته په اشارې سره ویلي وو چې د لوزان د معاهدې له مخې  په لویدیځه تراکیا کې ترکي لږه کۍ ټولنې یواځۍ  دیني لږه کۍ دي  خو په استانبول کې بیا د اورتادوکس یوناني وګړي  بیا ملي لږه کۍ دي. هغه د استانبول د یوناني لږه کیو نه د یونان لږه کیو په توګه یادونه کړې وه او په لویديځه تراکیا کې د ترکي لږه کیو نه هم  د یونان د دیني لږه کیو په توګه یادونه کړې وه.

د یونان د ولسمشر دې څرګندونو په سیمه او نړۍ کې د ترکانو ډیر سخت غبرګون پارولی دی.

همداشان  د ترکیې  د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک هم  د یونان د ولسمشر د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي دي چې د یونان د ولسمشر لخوا د مسلمانو ترک لږه کیو نه د مسلمانو یوناني لږه کیو په توګه یادونه کول تر وروستۍ درجې یو ناسم اقدام  دی. د مسلمانو ترکانو د هویت نه انکار غندونکی یو عمل  دی.



اړوند خبرونه