ترکیې د سوریې د ادلب سیمې ته یو ستر پوځي کتار واستو

ترکیې د سوریې ادلب سیمه کې میشتو خپلو ځواکونو ته ۱۵۰ موټرو درندې وسلې او مهمات والیږل

1360800
ترکیې د سوریې د ادلب سیمې ته یو ستر پوځي کتار واستو

د ترکیې د سوریې د ادلب په ښار کې د جګړې د مخنیوي او تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو په خاطر جوړ کړو د څار نقطو او پوځي  مرکزونو ته یو زیات شمیر تازه  درندې وسلې او مهمات  واستول .

د ترکیې وسله والو ځواکونو  ۱۵۰ موټریز کتار چې  ټانکونه، اوبوس توپونه، زغروالې موټرې  او مهمات  پکې بار ول  د سوریې  سره  په پوله کې پروت د هتای ولایت ته ورسید.

ویل کیږي  دا کتار  د ډیرو کلکو امنیتي تدابیرو لاندې  سیمې ته  رسول شوی دی. همداشان دا کتار د ډیرو قوي امنیتي تدابیرو لاندې  په ادلب کې د ترکیې د څار نقطو او پوځي مرکزونو رسول کیږي.

د یادولو وړ ده چې  د اسد رژیم  یو څه موده مخکې دوه په ځلې په ادلب کې د ترکیې د څار په نقطو او پوځي مرکزونو  بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۱۴ تنه سرتیري په شهادت ورسید.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د وروستي برید نه وروسته  د اسد رژیم ته د سیمې نه د په شا کیدو په خاطر  مهلت ورکړ.

ولسمشر اردوغان وویل که چیرې د اسد ځواکونه  د روانې فبروري میاشتې تر وروستیو پورې  د سوچي او استانه  په  تړونونو کې ټاکل شوو سرحدونو ته  په شا نشي  دا کار به ترکیه د پوځي عملیاتو سره  وکړي. ترکیه به د اسد ځواکونه په زور سره  د سیمې نه پر شا کړي.

د یادولو وړ ده چې  پر ادلب د روسیې په مرسته د اسد د ځواکونو د بریدونو د ډیریدو سره په سلګونو زره تنه  کډوال د سوریې د پولو پر لورې خوځیدلي دي. ترکیه غواړي چې د  ددې کډوالو مخنیوي په خاطر په سیمه کې لازم ګامونه اوچت کړي.


پيوندونه: #ادلب , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه