ولسمشر اردوغان د پاکستان پارلمان ته په خطاب کې وینا وکړه
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د منځني ختيځ په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ تش په نامه د سولې د پلان نه هم یادونه وکړه.
د " د امریکا د ولسمشر ښاغلي ټرمپ او اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو لخوا د بیت المقدس په اړه اوچت شوی ګام غواړي چې د پیړۍ د سولې د پلان په توګه په نړۍ تحمیل کړي خو دا د سولې پلان ندی بلکې د اشغال پروژه ده."
ولسمشر اردوغان د کشمیر د مسئلې نه په یادونې سره وویل چې ترکیه د کشمیر مسئله د عدالت، سولې او مذاکراتو له لارې د حل پلوي کوي او تل به ددینه ملاتړ وکړي.
هغه وویل چې د کشمیر مسئله د جګړې او فشارونو سره د حل وړ نده بلکې د عدالت او حقانیت سره د حل وړ ده.
ولسمشر اردوغان به په پاکستان کې د خپلو تماسونو په چوکاټ کې د ترکیې او پاکستان د سوداګرو په ګډه غونډه کې هم ګډون وکړي.
ولسمشر اردوغان به وروسته د پاکستان د لومړي وزیر سره دوه په دوه لیدنه وکړي .
همداشان د لیدنې نه وروسته به د ترکیې او پاکستان ترمنځه په عالي کچه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا په شپږمه غونډه کې ګډون وکړي. دا غونډه به د ولسمشر اردوغان او پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ جوړه شي.
پدې غونډه کې به د ترکیې او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو په ټولو اړخونو خبرې وشي او د همکاریو د کچې د لوړولو په خاطر به اوچتیدونکي ګامونه د غور لاندې ونیول شي.
په پای کې به ولسمشر اردوغان او د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په ګډه خبري غونډه کې برخه واخلي.