د عراق په شمال کې ۶ تنه ترهګر له منځه یوړل شول

د ترکیې هوايي ځواکونو  د عراق په شمال کې د قندیل په غرونو کې د پ ک ک ترهګرې ډلې په پټنځایونو درانده بریدونه وکړل.

1359482
د عراق په شمال کې ۶ تنه ترهګر له منځه یوړل شول

 

د ترکیې د ملي دفاع وزارت  ویلي دي چې  د عراق په شمال کې د قندیل په غرنیزه سیمه کې  په تثبیت شوو د  پ ک ک ترهګرې ډلې په ترهګرو د هوايي ځواکونو بریدونه شوي چې په نتیجه کې ۶ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.

په خبر کې راغلي دي چې نوموړي ترهګر  په سیمه کې  د ترکیې د کشفي الوتکو د کشفي الوتنو  پر مهال  ثبیت شوي وو چې سمدلاسه له منځه یوړل شول.

په ترسره شوو بریدونو کې ۶ تنه ترهګر  او پټنځایونه يي له منځه وړل  شوي دي.

په سیمه کې  عملیات دوام لري.

د بله پلوه  د ترکیې د ملي دفاع وزارت  د سوریې د ادلب په سیمه کې هم  د اسد رژیم د ۶۰ تنو عناصرو د  خپو نه د غورځولو نه خبر ورکړی دی.


پيوندونه: #ترهګر , #عراق , #ترکیه

اړوند خبرونه