ولسمشر اردوغان : د اسد رژیم ته مو ډیر سخت ځواب ورکړی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې د ادلب په سیمه کې د ترکي ځواکونو د څار په نقطې د برید بیه به د بشار اسد په رژیم ډیر سخته پرې کړو.
1357516
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیشتپې ماڼۍ د کانګرې او کولتور په مرکز کې د ژوندیو انساني خزانو د جایزې په مراسمو کې وکړې.
ولسمشر اردوغان تیره ورځ د پنځو تنو ترکي سرتیرو شهیدیدو نه په یادونې سره وویل
" د سوریې رژیم ته لازم ځواب په ډیره لوړه کچه وړکړ شوی دی. د رژیم ځواکونو ته په ځانګړې توګه په ادلب کې ډیره سخته سزا ورکړ شوې ده. د خپلو اعمالو په سزا رسول شوي دي خو دا کافي نده. دا لړۍ به دوام وکړي. "
همداشان ولسمشر اردوغان نن په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته هم وینا وکړه.
هغه وویل چې په ادلب کې د اسد رژیم پر خلاف پورته کیدونکي ګامونه به هر څه ژر اعلان کړي.
ولسمشر اردوغان وویل د اسد رژیم به زمونږ په سرتیرو د برید بدل ډیر سخت پرې کړي. داسې بدل به پر دوی پرې کړو چې د تل لپاره يي په یاد ولري.