ترکیې دفاع وزارت : د اسد په ۱۱۵ هدفونو مو بریدونه کړي

دفاع وزارت : د اسد ۱۰۱ عناصر مو له منځه وړي

1357039
ترکیې دفاع وزارت : د اسد په ۱۱۵ هدفونو مو بریدونه کړي

ترکیې  په ادلب کې  د فبروري لسمه د دوشنبې په  ورځ د اسد د عناصرو لخوا په ترکي ځواکونو د برید نه وروسته چې په نتیجه کې ۵ تنه سرتیري شهیدان شول د اسد د ځواکونو اړوند په ۱۱۵ هدفونو  بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۱۰۱ تنه  د اسد عناصر له منځه وړل شوي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو په ادلب کې د اسد رژیم د ځواکونو د برید نه وروسته  د مشروع مدافع حق په چوکاټ کې  متقابل ځواب ورکړی دی. ۱۱۵ تثبیت شوو هدفونو باندې  بریدونه کړي چې په نتیجه کې ۱۰۱ تنه  د اسد رژیم عناصر له منځه وړل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې " د شهید او ټپي شوو اتلو سرتیرو د هر څاڅکي وینې غچ اخیستل شوی دی او اخیستل يي دوام لري. ددې منفور برید ترسره کوونکو نه به حساب وپوښتل شي او د ورته بریدونو په مقابل کې به د خپل مشروع مدافع حق نه په استفادې سره  ډیر سخت ځواب ورکړل شي.وروستي پرمختګونه د نږدې نه څارل کیږي او هر ډول  تدابیر نیول شوي دي."

د ویلو ده چې د ادلب په پروني خاین برید کې  ۵ تنه سرتیري شهیدان او پنځه تنه  نور ټپيان شوي دي.



اړوند خبرونه