په ادلب کې په ترکي ځواکونو د برید په اړه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ غونډه وشوه

د ولسمشر اردوغان په مشرۍ بیړنۍ غونډه جوړه شوه

1356937
په ادلب کې په ترکي ځواکونو د برید په اړه د ولسمشر اردوغان په مشرۍ غونډه وشوه

د سوریې د ادلب په سیمه کې د اسد د رژیم د ځواکونو لخوا د ترکیې په ځواکونو د برید نه وروسته چې په نتیجه کې ۵ تنه سرتیري شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شول د ولسمشر اردوغان په مشرۍ بیړنۍ غونډه وشوه.

پدې غونډه کې  شهیدانو د غچ اخیستو او د اسد پر ځواکونو  د ځوابي بریدونو د ترسره کولو  پریکړه وشوه.

همداشان  په غونډه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې  په ترکي ځواکونو چې په سیمه کې د نښتو د مخنیوي ، د سرحداتو د امنیت د ټینګښت، د کډوالو د نوې څپې او هر ډول  انساني تراژیدۍ د مخنیوي په خاطر میشت شوي دي دا ډول خاین بریدونه  هغوې ددې مبارزې نه لاس په سر کولی نشي.

د ویلو ده چې  پرون د فبروري په لسمه نيټه د دوشنبې په ورځ  ادلب ته په استول شوو د ترکیې په تازه دمو ځواکونو د اسد د رژیم لخوا د توپخانې بریدونه وشول چې په نتیجه کې پنځه تنه سرتیري شهیدان او پنځه تنه نور ټپیان شول.

د ترکیې د دفاع وزارت وویل چې د نوموړي برید نه وروسته سمدلاسه هغه سیمې چې برید ترینه شوی وو  له منځه یوړل شوې  او ډیر قوي ځواب ورکړ شو.

د شهیدانو د هر څاڅکي وینې بدل  واخیستل شو او اخیستو ته به دوام ورکړو.



اړوند خبرونه