په ترکیه کې د وروستیو پيښو په اړه د ولسمشر اردوغان د خواشینۍ پیغام
ولسمشر اردوغان په هیواد کې د رامنځته شو وروستیو پیښو په اړه ویلي دي چې ، وروستیو پيښو زمونږ درد او غم څو برابره ډیر کړی دی
![په ترکیه کې د وروستیو پيښو په اړه د ولسمشر اردوغان د خواشینۍ پیغام](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/dc8e/4eea/e211/5e197b20b1301.jpg?time=1718916946)
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په وان ولایت کې د واورې ښویدنې او استانبول د صبیحه ګوکچن په هوايي ډګر کې مساپر وړونکې الوتکه د ځغاستلیکې نه د وتو د پیښې په اړه د خواشینۍ پیغام خپور کړی دی.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې دې پیښو ډیر زیات خواشینی کړی دی.
ولسمشر اردوغان ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې لومړی په ایلازیغ ولایت کې زلزلې، وروسته د سوریې د ادلب په سیمه کې په ترکي ځواکونو خونړی برید او ورپسې بیا د وان ولایت واورې ښویدنې او په استانبول کې د الوتکې پیښې زمونږ درد او غم څو برابره ډیر کړی دی. ددې پيښې د ټولو قربانیانو او شهیدانو لپاره د الله د دربارڅخه د رحمت او مغفرت او ټپیانو نه د عاجلې شفاء غوښتنه کوم.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې " د پرله پسې فلاکتونو، پيښو او منفور بریدونو په مقابل کې لکه د تل په څیر یو موټي او متحد ترکیې جمهوریت خپل طاقت، عظم او متانت نړۍ ته وښود. انشاالله چې دا سختې ورځې او ګډ درد به د دولت او ملت د همغږۍ سره تیري شي او شاته پریږدو.
انشاالله چې د فلاکتونو او طبعي ناورینونو پر وړاندې به زمونږ چمتوالی او اماده ګي لا پسې قوي شي، په ګډه به په خپلو ټپو د مرحم پټۍ ولګوو، ددې فلاکت او پیښو نه اغیزمن شوو هیوادوالو ، د شهیدانو کورنیو او غازیان به په غیږ کې ونیسو . مونږ د تل په څیر د خپلو ټولو ادراتو او امکاناتو سره ستاسې تر څنګ ولاړ یو."
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718916946)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718916946)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله