د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د څلورم ځل لپاره د پاکستان پارلمان ته وینا وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د فبروري په ۱۳ مه نیټه  د دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ کې پاکستان ته ځي.

1354517
د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د څلورم ځل لپاره د پاکستان پارلمان ته وینا وکړي.

 

د پاکستان د ولسي جرګې رئیس  اسد قیصر  ویلي دي چې ولسمشر اردوغان به پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې  پارلمان  او مشرانو جرګې ګډې غونډې ته  وینا وکړي.

قیصر  دا خبره  د ولسي جرګې په غونډه کې وکړه. هغه  وویل چې د ترکیې ولسمشر ښاغلی اردوغان به  د فبروري په ۱۴ مه نيټه  د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د وکیلانو ګډې غونډې ته وینا وکړي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د څلورم  ځل لپاره  د پاکستان پارلمان ته په خطاب کې وینا کوي.

ولسمشر اردوغان  د خپل صدرات او ولسمشرۍ د دندې په موده  پاکستان ته  ۹ ځله رسمي سفرونه کړي  . ولسمشر اردوغان د ۲۰۰۹ ، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو کې د پاکستان پارلمان ته وینا کړې وه چې  د څلورم ځل لپاره به يي د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۱۴ مه نيټه وکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې  اوم  ولسمشر کنعان اورن هم  یو ځل د پاکستان پارلمان  ته وینا کړې وه. ولسمشر اردوغان لومړنی بهرنی  مشر دی چې د پاکستان پارلمان ته يي تر ټولو زیاتې ویناګانې کړي دي.



اړوند خبرونه