د ولسمشر اردوغان لخوا سوریې رژیم ته سخت خبرداری

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل په کوم ځای کې چې د ترکي سرتیرو وینې تويې شي  هلته  هیڅ شی  د پخوا په څیر  نه پاتې کیږي.

1353761
د ولسمشر اردوغان لخوا سوریې رژیم ته سخت خبرداری

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې نن  په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  د فبروري په دریمه نیټه  د اسد ځواکونو په برید کې  د ۷ تنو ترکي سرتیرو او یو تن ملکي پرسونل  د شهادت نه په یادونې سره وویل چې

" په سوریه کې  په تړونونو  او هوکړو  عمل نه کیږي. وړمه ورځ په ترکي ځواکونو ترسره شوی برید د ترکیې له پلوه  په سوریه کې د نوي پیل میلاد  دی. هر چیرې چې د ترکي سرتیرو وینه تویه شي  هلته  هیڅ شی د پخوا په څیر نه پاتې کیږي. ترکیه چې هر څه کوي  هغه  یو تن معصوم بې ګناه انسان ځان او مال ته د زیان اوښتو نه پرته ترسره کوي. دا د ترکیې پرنسیب  دی."

زمونږ مدنیت، کولتور او میراث  مونږ ته ښودلې لار  د ظالم  په مقابل کې د مظلوم تر څنګ  دریدل  او د ظالم   ځپول دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې وسله وال ځواکونه  د اړتیا په صورت کې د مځکنیو او هوايي ځواکونو نه  په ډیره  ازادانه توګه  استفاده کولی شي.

ولسمشر اردوغان وویل " په ادلب کې زمونږ  د ځواکونو امنیت نه ساتل کیږي، که چیرې  خبره  له دې  پلوه وي  پس مونږ  د خپل مشروع مدافع حق نه په استفادې سره  د حرکت  حق لرو. هیڅوک  پر مونږ  د اعتراض او نیوکې حق نلري. په ترکي ځواکونو او متحدینو باندې د هر ډول  برید په ځواب کې  به  پرته ددې چې  چا ته خبرداری ورکړو  په هماغه  شیبه  کې متقابل او ځوابي بریدونه وکړو  .

ولسمشر اردوغان  خبرداری ورکړ که چیرې  د اسد رژیم ځواکونه  د روانې فبروري د میاشتې تر نیمايي پورې  د هغه سیمو نه چې  د ترکیې د څار نقطې پکې شتون لري  خپل ځواکونه په شا نکړي  ترکیه به څه چې لازم  وي هغه به وکړي.



اړوند خبرونه