په ادلب کې په ترکي ځواکونو د برید له امله د شهیدانو شمیره ۸ تنو ته لوړه شوه

د سوریې  ادلب په ښار کې  د اسد رژیم  د ځواکونو  په برید کې  د ترکي ځواکونو د شهیدانو شمیره  ۸ تنو ته لوړه شوه.

1352597
په ادلب کې په ترکي ځواکونو د برید له امله د شهیدانو شمیره ۸ تنو ته لوړه شوه

 

دا خبره  د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې پرون  د رسمي سفر په ترڅ کې اوکراین ته تللی وو  د نوموړي هیواد د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره  د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې  ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان  دلته  د ادلب د وروستیو پرمختګونو  په اړه وویل چې " په ادلب کې حالات او وضعیت  د هرې ورځې په تیریدو سره د ناڅرګندۍ  پر لورې روان دي. له بده مرغه چې  د اسد رژیم  لخوا  د روانو بریدونو له امله چې  روسیې پرې سترګې پټې کړي دي  د ۳ نه تر ۴ میلیونو تنو پورې انسانان د خپل کور او کلو نه  کډوالۍ ته  اړ شوي دي. دا انسانان  زمونږ  د پولو پر لورې را غوځیدلي دي. د وروستیو شمیرو ل مخې  نږدې یو میلیون تنه انسانان زمونږ پولو ته نږدې شوي دي. "

ولسمشر اردوغان په ادلب کې  د اسد د ځواکونو لخوا په ترکي ځواکونو د برید په اړه وویل چې " په ادلب کې  پرون د سهار په وختي ساعتونو کې د اسد رژیم  په ترکي ځواکونو چې په سیمه کې د نښتو او تاوتریخوالي د مخنیوي او څار په خاطر ځای په ځای شوي دي  بریدونه وکړل. پدې بریدونو کې  د ۳ تنو ملکي پرسونل په ګډون  ۸ تنه سرتیري  شهیدان شوي دي."

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکېې وسله والو ځواکونو په ځوابي بریدونو پیل کړی دی، هغه سیمې چې د ترکیې په ځواکونو ترینه بریدونه شوي دي هم  د توپچي او هم  د هوايي بریدونو لاندې  نیول شوي دي. ددې بریدونو بدل  مو ترینه واخیست  او اخیستو ته به دوام  ورکړو.



اړوند خبرونه