د ترکیې نفوس اعلان شو.
د ترکیې رسمي نفوس اعلان شو
![د ترکیې نفوس اعلان شو.](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/dc76/f893/c169/5e391b10b8a31.jpg?time=1719248513)
په ۲۰۱۹ کال کې د ترکیې نفوس د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۱ میلیون ۱۵۱ زره او ۱۱۵ تنه ډیر شوی ۸۳ میلیونه ۱۵۴ زره او ۹۹۷ تنو ته لوړ شوی دی.
د ترکیې د احصایې ادارې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر د ۳۱ نیټې پورې د ترکیې رسمي نفوس اعلان کړ.
د نوموړو شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د ترکیې رسمي نفوس ۸۲ میلیونه ۳زره ۸۸۲ تنه وو چې په ۲۰۱۹ میلادي کال یو میلیون او ۱۵۱ زره او ۱۱۵ تنو په ډیریدو سره ۸۳ میلیونه ۱۵۴ زره او ۹۹۷ تنو ته لوړ شوی دی.
ددې شمیرو له مخې په ترکیه کې د نارینوو نفوس ۵۰ عشاریه ۲ سلنه ، ۴۱ میلیونه ۷۲۱ زره ۱۳۶ تنته دی. د ښځو نفوس بیا ۴۹ عشاریه ۸ سلنه ، ۴۱ میلیونه ۴۳۳ زره او ۸۶۱ تنه ښودل شوی دی.
د ویلو ده چې په ترکیه کې په ۲۰۱۹ کال کې د ولایتونو او ولسوالیو په مرکز ته د کډوالۍ کچه صفر عشاریه پنځه سلنې په لوړیدو سره ۹۲ عشاریه ۸ سلنې ته لوړه شوې ده .
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719248513)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719248513)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله