ترکیې ملي دفاع وزیر د پوځ د قومندانانو سره یو ځای د سوریې پولو ته لاړ

د ترکیې د ملي دفاع وزير  د پوځ  د قومندانانو سره یو ځای  د سوریې  پولو  صفري نقطې ته  تللی دی.

1352193
ترکیې ملي دفاع وزیر د پوځ د قومندانانو سره یو ځای د سوریې پولو ته لاړ

 

د ملي دفاع  وزیر خلوصي اکار چې  په پام کې وه د ولسمشر رجب  طیب اردوغان سره نن  اوکراین ته سفر وکړي  تیره شپه  د اسد د ځواکونو لخوا په ادلب کې په ترکي ځواکونو د برید  چې په نتیجه کې ۶ تنه سرتیري په شهادت رسیدلي  او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي  اوکراین ته خپل سفر لغوه  او د پوځ د قومندانانو سره  یو ځای د سوریې د پولو صفري نقطې ته  لاړ.

ملي دفاع وزیر  لومړی  په پلازمینه انقره کې  د لوی درستیز او د پوځ د قومندانانو سره  بیړنۍ غونډه وکړه او وروسته يي  د سوریې د پولو صفري نقطې ته حرکت وکړ.

د ویلو ده چې  تیره شپه  د اسد رژیم  ځواکونو  په ادلب ښار کې  د تاوتریخوالي او نښتو د مخنیوي په موخه په ځای په ځای شوو ترکي ځواکونو  د توپخانې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې  ۴ تنه سرتیري شهیدان او ۹ تنه نور ټپیان شوي وو چې  د دوو تنو وروسته په روغتون کې شهیدان شول.



اړوند خبرونه