د سوریې په ادلب کې په ترکي ځواکونو خونړی برید شوی

د اسد ځواکونو په ادلب کې په ترکي ځواکونو برید کړی

1351847
د سوریې په ادلب کې په ترکي ځواکونو خونړی برید شوی

د سوریې د ادلب په ښار کې  د اسد د رژیم  د ځواکونو د توپخانې په بریدونو کې  د ترکیې ۴ تنه سرتیري شهیدان شوي  او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان له مخې  د سوریې  ادلب  ته د نښتو او تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه په استول شوو ترکي ځواکونو  د اسد د رژیم  د ځواکونو لخوا  د توپچي  ځواکونو  برید شوی چې په نتیجه کې  ۴ تنه ترکي سرتیري شهیدان  شوي  او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د ټپيانو نه د یو تن روغتیايي حالت باریکه دی.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  ترکي ځواکونو  په ځوابي بریدونو کې  په هغه سیمو چې  په ترکي ځواکونو ترینه برید  شوی وو  ډیر سخت ګوزارونه کړي دي.


پيوندونه: #ادلب , #ترکیه , #سوریه

اړوند خبرونه