د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

په ترکیه کې  د ۲۰۲۰ میلادي کال  د ملي امنیت شورا لومړنۍ  غونډه  د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ  جوړه شوه.

1350694
د ولسمشر اردوغان په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

 

د هیواد د ملي امنیت شورا  د غونډې نه وروسته  په خپره شوې اعلامیه کې  راغلي دي چې  د ادلب په ګډون د سوریې په یو زیات شمیر سیمو کې  د ترهګرو پر خلاف د  لا زیاتو تدابیرو نیولو  پریکړه وشوه.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ترکیې ملي امنیت  له پلوه د ځانګړي اهمیت نه برښمند  د یو زیات شیمر داخلي او بهرنیو مسئلو په اړه په هر اړخیزه توګه  غور وشو. پدې غونډه کې د ۲۰۱۹ کال  ارزیابي وشوه  او په ۲۰۲۰ کال کې د احتمالي  پرمختګونو په خاطر  نیول کیدونکو  تدابیرو په اړه په هر اړخیزه توګه بحث  او غور وشو.

همداشان  په پرونۍ غونډه کې  د ترکیې د ملي یووالي، اتحاد او بقاء تهدیدونکي د پ ک ک ، پ وای ډي، وای پ جي، داعش  او فتو ترهګرو سازمانونو  پر خلاف د هیواد دننه او بهر د روانو عملیاتو په اړه  امنیت شورا ته  په اړخیزه توګه  معلومات وړاندې شول.

په غونډه کې د ترکیې د سویلي پولو د حفاظت، د ترکیې د پولو نه پورې غاړې ته  د دوست او ورونو ټولنو د امنیت ، په سیمه کې د تل پاتې سولې او استقرار په مسئلو خبرې وشوې.

په اعلامیه کې د لیبیا په اړه راغلي  دي چې  په غونډه کې  د لیبیا د سیاسي یووالي او مځکنۍ بشپړتیا نه د حفاظت په خاطر  د ملګروملتونو سازمان لخوا په رسمیت پیژندل شوي د ملي وفاق  د حکومت نه  په ملاتړ کولو  ټینګار وشو. ټول هیوادونه پدې هیواد کې  د تل پاتې او دوامداره  اوربند  په خاطر د روانو هلو ځلو نه  د ملاتړ کولو بلنه ورکړ شوې ده .

په اعلامیه کې راغلي دي چې ترکیه په ختیځه مدیترانه کې د خپل حق  او منافعو ترڅنګ د لیبیا د خلکو سره  د ۵۰۰ کلنۍ دوستۍ  په خاطر پدې هیواد کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر  هر ډول مسئولیت  ادا کولو ته  چمتو دی.

په اعلامیه کې د امریکا  متحده ایالتونو او ایران ترمنځه د روان کړکیچ په اړه اندیښنه ښودل شوې ده او په سیمه کې د سولې او ثبات په خاطر په دواړو خواوو د اعتدال غږ شوی دی. همداشان په نورو هیوادونو  ددې هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا زیاتو خرابولو لامل ګرځندونکو فعالیتونو نه د ډډې کولو غږ شوی دی.

په اعلامیه کې په سومالیا کې د رامنځته شوي  ترهګريز برید چې په نتیجه کې د ځايي وړګړو سربیره  ځینو ترکانو هم  ژوند د لاسه ورکړی دی  په کلکه توګه غندل شوی دی.

د سومالیا  هیواد ته د تسلیت او خواخوږۍ  مراتب وړاندې شوي دي.

همداشان  پدې اعلامیه کې  د اسراییلو او فلسطین د سولې په اړه په اصطلاح د امریکا  متحده ایالتو د سولې پلان  په اړه شوي دي چې  " د فلسطین او بیت المقدس اشغال ، د کورونو ورانولو او خلک د فشار لاندې د راوستو  د غیرې مشروع  فعالیتونو ته د مشروعیت ورکولو په خاطر جوړ شوی  دا پلان په اصل کې  د اشغال پروژه ده. د فلسطین او اسراییلو د ستونزې حل  د ۱۹۶۷ کال د پولو او ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره د يو خپلواکه فلسطیني دولت د جوړیدو سره د امکان  وړ  دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې د ملي امنیت شورا  د تیرې ورځې غوندې ته  د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په ۲۴ مه نيټه په ایلازیغ  او مالاتیا ولایتونو کې د رامنځته شوې  زلزلې ، نیول شوو تدابیرو، د زلزلې نه وروسته د ژغورنې د چارو  او زلزله ځپولو سره  د مرستې په اړه لازم  معلومات  ورکړل شوي دي. همداشان په غونډه کې  د نوو تدابیرو نیولو په  مسئلې خبرې وشوې.  



اړوند خبرونه