ترکیه د چین د ووهان په ایالت کې میشت ترکانو هیواد ته راستنوي

ترکیه په چین کې  د نوي کرونا ویروس د ساري ناروغۍ له امله  د نوموړي هیواد  په ووهان ایالت کې میشت ترکان  ترکیې ته  راوالي.

1350220
ترکیه د چین د ووهان په ایالت کې میشت  ترکانو هیواد ته راستنوي

 

د نوموړو ترکانو د راوستو په خاطر د ترکیې  پوځي الوتکه  د قیصرې ولایت نه  د انقرې د ایتي مسکوت  پوځي هوايي دګر کې  ښکته شوه.

نوموړې  الوتکه  به  د روغتیا وزارت  لخوا جوړ شوي  د چین د ووهان په ایالت کې د میشتو ترکانو د تخیلې د پلان په چوکاټ کې  د روغتیايي  پروسونل  او سامان الاتو د اخیستو نه وروسته  د چین پر لورې حرکت وکړي.

نوموړې امبولانس الوتکه به  په چین کې د کرونا ویروس د مرکز ووهان  په ایالت کې میشت ترکانو  د روغتیايي پرسونل او انتاني ناروغیو  د متخصصینو په ملګرتیا  هیواد ته راستانه کړي.

نوموړي  کسان به په هیواد کې د جدي صحي مراقبت لاندې ونیول شي . 



اړوند خبرونه