د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه د ترکیې ډیر سخت غبرګون

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د ترکیې په اړه د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون د وروستیو  څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1349907
د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه د ترکیې ډیر سخت غبرګون

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند  حامي اقسوی  وویل چې د فرانسې ولسمشر ماکرون د  ترکیې په اړه  بې بڼسټه  او بې بنیاده  تورونو  او څرګندونو سره  غواړي چې  نوې اجندا رامنځته  کړي.

اقسوی  د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د ترکیې په اړه د ماکرون د څرګندونو په اړه  پوښتنې ځواب کړې.

هغه ویلي دي " د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون تیره ورځ  د یونان  د لومړي وزیر سره  په ګډه خبري غونډه کې  د ترکیې په اړه  د حقیقت نه لرې  ځینې ادعاګانې  رامنځته کړي  او غواړي چې  پدې ډول  نوې اجندا رامنځته کړي."

هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې د رامنځته شوو کورنیو ستونزو اصلي او یواځنی مسئول  فرانسه  دی.

هغه ویلي دي چې فرانسه  د لیبیا په طبعي  زیرمو او انرژۍ  د حاکمیت  په خاطر  ددې هیواد په ختیځ کې  غیرې مشروع  وسله والو ځواکونو د مشر خلیفه حفتر نه  هر ډول ملاتړ  کومه پټه خبره نده.

" د فرانسې په مشرۍ د ځینو هیوادونو لخوا  د کودتاچي جنرال خلیفه حفتر نه  پوځي ملاتړ  او د مشروع حکومت پر خلاف بریدونه  د لیبیا  ارضي تمامیت  ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته  تر ټولو  ستر ګواښ  دی. ټول  پدې  ډیر ښه پوهیږي چې د فرانسې ولسمشر ماکرون  د سوریې د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت تهدید کوونکي  ترهګرو سره  په کراتو کې په پاریس کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه کړې او د هغوي کوربه توب يي کړی دی. "

ویاند ویلي دي چې  د برلین د کنفرانس د پریکړو له مخې  په لیبیا کې د روانو ستونزو د حل په خاطر  د سیاسي بهیر او  دوامداره  اوربند  پیلیدل  تر ټولو  مهمه  خبره ده.

د یادولو وړ ده چې  د فرانسې ولسمشر ماکرون  په پاریس کې د یونان د لومړي وزیر سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونده کې ویلي وو چې  د ترکیې او لیبیا  د ملي وفاق د حکومت ترمنځه  د سمندري صلاحیتونو  د تړون  لاسلیکیدل يي غندلی دی.

هغه ویلي وو چې دا تړون  د برلین د کنفرانس  د ژمنو او تعهداتو سره په ټکر کې ده.

ماکرون ادعا کړې وه چې  پدې وروستیو ورځو کې  د ترکیې په کښتیو کې  لیبیا  ته د اجیر سوري سرتیرو  د راانتقالیدو شاهدي کوو. دا خبره  د برلین په کنفرانس کې  د شوو تهعدانو  او ژمنو ته  بې احترامي ده. دا د لیبیا د ملي حاکمیت  او اروپا او ساحل هیوادونو  امنیت ته  ښکاره ګواښ  دی.

ترکیې  بیا  د ماکرون  دې څرګندونو ته  ډیر سخت  ځواب ورکړ.



اړوند خبرونه