په ترکیه کې د رامنځته شوې زلزلې د قربانیانو وروستۍ شمیره اعلان شوه

په ترکیه کې د رامنځته شوې زلزلې نه وروسته د ژغورنې چارې اوس هم دوام لري

1347892
په ترکیه کې د رامنځته شوې زلزلې د قربانیانو وروستۍ شمیره اعلان شوه
elazığ deprem 2.jpg
elazığ deprem 1.jpg

د ترکیې  د ایلازیغ په ولایت کې د تیرې  جمعې  ورځ د ماسخوتن  په ۸ بجو او ۵۵ دقیقو د رامنځته شوې  زلزلې  په نتیجه کې د مړو شمیره  ۳۹ تنو ته  لوړه شوه.

د تیرې جمعې  ورځ  د ماسخوتن  په ۸ بجو او ۵۵ دقیقو کې  په ایلازیغ ولایت کې د ریشتر په کچه  د ۶ عشاریه ۸ په شدت سره  زوروره  زلزله رامنځته شوه.

پدې زلزله کې  ۳۹ تنه  مړه   او ۱۶۰۷ تنه  ټپیان شوي   دي چې  ۱۵۱۵ تنه يي  د  درملنې نه وروسته  د روغتونونو نه خارج شوي دي.

د ترکیې د ناورین  او بیړنیو حالاتو ادارې  ریاست ویلي دي چې  د زلزلې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته  پيل شوې  د ژغورنې عملیات  اوس هم  دوام لري. د ژغورنې د عملیاتو په ترڅ کې ۴۵ تنه  د چپه شوو کورونو او ودانیو د لاندې نه  ژوندي  ژغورل شوي دي.

زلزله ځپلو سیمو ته  ۲۳ زره ۵۰۷ لویې خیمې، ۴۰۰ نورمالې خیمې، ۲۳۵۴ بخارۍ  او ۶ ۴۳۶ د خوراکي  توکو بستې  استول شوي دي.

همداشان  د زلزلې نه سمدلاسه وروسته د ترکیې د کورنیو ، چاپیریال او ښار جوړونې او روغتیا  وزیران  سیمې ته  ورسیدل . د ترکیې  د دینې چارو عمومي رئیس هم د زلزله ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم  د زلزلې د رامنځته کیدو  په سبا  د سیمې نه لیدنه وکړه او زلزله ځپلو نه يي د نږدې نه لیدنه وکړه.

د ترکیې  د جمهوریت خلق ګوند  مشر کمال کلچدار اوغلو  په ایلازیغ ولایت کې د رامنځته شوې  زلزلې نه وروسته د زلزله ځپلو سره د  خواخوږۍ ، مرستې  او همکارۍ نه  ستاینه وکړه.

هغه  ویلي دي چې  د ترکیې ملت  یو ځل دا خبره ثابته کړه چې په غم  او ښادۍ کې  سره  یو موټی  دي.

همداشان  د ښه  ګوند  مشر  مرال اقشنر  هم  د ایلازیغ ولایت نه لیدنه وکړه.

هغې  د زلزلې د قربانیانو د کورنیو نه لیدنه وکړه او هغوې ته يي تسلیت مراتب وړاندې کړل.

اقشنر وویل چې  پدې ټپونو به په ګډه  پټۍ  لګوو.   



اړوند خبرونه