د ترکیې تحصیلي بورسونه په بلغاریا کې معرفي شول
د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس عبدالله ایرن وویل چې ترکیه هر کال نږدې ۴ زرو تنو ته د لیسانس، ماسترۍ او دوکټورا په کچه د لوړو زده کړو فرصت برابروي. هغه دا څرګندونې په ګاونډي هیواد بلغاریا کې وکړې.
عبدالله ایرن د بلغاریا نه لیدنه وکړه. هغه د بلغاریا د مقاماتو سره په لیدنه کې د ترکیې د تحصلي بورسونو په اړه هغوې ته معلومات ورکړل.
عبدالله ایرن لومړی د بلغاریا د کونستنتین د پوهنتون د رئیس پروفیسور ډاکټر جورجي کولیف سره لیدنه وکړه او وروسته يي د ترکیې د تحصلي بورسونو د معرفۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
هغه وویل چې ترکیه د خپلو تحصیلي بورسونو په چوکاټ کې زده کوونکو ته د ترکیې د ۱۲۶ دولتي پوهنتونو په ګډون په ۲۰۸ پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو فرصت برابروي. هغه وویل چې نن ورځ د ترکیې د تحصیلي بورسونو په خاطر د نړۍ د ۱۷۰ هیوادونو نه نوملیکنې او وړاندیزونه کیږي.
هغه د ترکیې د تحصیلي بورسونو په اړه د معلوماتو ورکولو سربیره په ترکیه کې د لوړو زده کړو په عالي کیفیت هم ټینګار وکړ.
هغه وویل چې " زمونږ اصلي هدف او اساس اکادمیک بری دی. ترکیه د تحصیلي بورسونو د ورکولو پر مهال د چا قوم، ژبې، دین، مذهب او ملیت ته نه ګوري یواځې او یواځې د هغه استعداد او لیاقت ته ګوري. "
هغه د نوموړي پروګرام نه وروسته خبري رسنیو ته وویل چې د ترکیې د تحصیلي بورسونو د معرفي کولو دا پروګرام به یوه اونۍ دوام وکړي. تمه کیږي چې ددې کمپاین نه وروسته د بلغاریا نه هم د ترکیې تحصیلي بورسونو ته لیوالتیا لوړه شي.
هغه زیاته کړه چې " ترکیه هم د بالکان جغرافیې سولې او هم د ترکیې سره د سمندر او وچې ګاونډیو هیوادونو سره د دواړه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او قوي کیدو په خاطر د ترکیې تحصیلي بورسونو پروژې ته ډیر زیات اهمیت ورکوي. د ترکېې د تحصیلي بورسونو پروژه د نړۍ په کچه یوه ډیره مشهوره او بریالۍ پروژه ده. د ترکېې تحصیلي بورسونه یواځې ترک تبارانو ته نه بلکې د بلغاریا د ټولو ځوانانو پر مخ زمونږ دروازې پرانیستي دي. "