ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونلډ ټرمپ سره  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

1341604
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د لیبیا پر وروستیو پرمختګونو او د سیمې پر مهمو مسئلو خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ  د ویاند مرستیال  هم  د ولسمشر اردوغان او ټرمپ  د ټيلیفوني خبرو په اړه  بیان خپور کړی دی.

پدې بیان کې راغلي دي چې ولسمشر ټرمپ د ترکیې د ولسمشر اردوغان سره  د سوریې او لیبیا  پر امنیتي حالاتو، په ایران کې د روانو مظاهرو  او ایران لخوا د اوکراین د مساپروړونکې الوتکې د ویشتو په مسئلې  خبرې کړي دي.



اړوند خبرونه