اردوغان او پوتین په لیبیا کې هر څه ژر د اوربند غوښتنه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لیبیا کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو هر څه ژر د اوربند کولو غږ وکړ.
![اردوغان او پوتین په لیبیا کې هر څه ژر د اوربند غوښتنه وکړه](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6cd0/c1ca/bdcd/5e16cbfc02a08.jpg?time=1719047004)
ولسمشر اردوغان او پوتین پر لیبیا د جنوري د ۱۲ مې نیټې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره د اوربند کولو غوښتنه وکړه.
ولسمشر اردوغان او پوتین په استانبول کې ګډه اعلامیه خپره کړه.
پدې ګډه اعلامیه کې د ترک جریان د ګازو د نللیکې پروژې ته په اشارې سره ویل شوي دي چې دا پروژه د ترکیې او روسیې سربیره د سیمې ګټو ته هم خدمت کوي او د سیمه ایزو ستونزو د حل سره مرسته کوي.
په اعلامیه کې د امریکا او ایران ترمنځه په اړیکو کې د ترینګلتیا د کچې د لوړیدو او پر عراق د دې ترینګلتیا د اغیزو په اړه ژوره اندیښنه ښودل شوې ده. همداشان په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د جنوري په دریمه نیټه په بغداد کې په ایراني جنرال قاسم سلیماني او ملګرو يي د امریکا لخوا ترسره شوی هوايي برید چې په نتیجه کې سلیماني او ملګرو يي ژوند د لاسه ورکړ د سیمې پر امنیت او استقرار ډیرې زیاتې منفي اغیزې کړي دي.
همداشان پدې ګډه اعلامیه کې د سوریې خپلواکي، ملي حاکمیت ، سیاسي یووالي او مځکنۍ بشپړتیا ته په ژمنتیا ټینګار شوی دی.
دواړو مشرانو پدې اعلامیه کې په لیبیا کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو د اوربند غږ کړی دی.
مشرانو د لیبیا په اړه داسې ویلي دي " په موجودو حساسو شرایطو کې او د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړو د اهدافو په رڼا کې مونږ د یو ستر مسئولیت په غاړه اخیستو پریکړه وکړه. پدې چوکاټ کې د منځګړو په توګه په لیبیا کې په ټولو خواوو د جنوري د ۱۲ مې نیټې د شپې د ۱۲ بجو نه په اعتبار سره د نښتو د درولو، په سیمه کې د استقرار د ټینګښت او په طرابلس او نورو ښارونو کې ورځني ژوند چارې نورمال حالت ته د راګرځولو په خاطر د نیول کیدونکو تدابیرو سره د مرستې په موخه د اوربند د اعلانولو غوښتنه کوو. همداشان د لیبیا د خلکو درد او غم ته د پای د ټکي د ایښودو او په هیواد کې یو ځل بیا د سوله ایزې فضا د حاکمولو په خاطر په ټولو خواوو هر څه ژر د مذاکراتو په میز د کیناستو غږ کوو.
مونږ پوره باور لرو چې د لیبیا خلک پرته د کومې استثناء د ټولو هیوادوالو ګټې په نظر کې د نیولو په خاطر د هر اړخیزو او ملي مذاکراتو سره د خپل روښانه راتلوونکي په اړه په خپلواکه توګه د تصمیم نیولو توان لري. "
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719047004)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719047004)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله