د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر عراق ته تللی
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د یو یو ورځني رسمي سفر په ترڅ کې نن عراق ته سفر وکړ
1337800
چاوش اوغلو بغداد ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد د لومړي وزیر عادل عبدالمهدي سره لیدنه وکړه.
دا لیدنه په بغداد کې د حکومت په ماڼۍ کې د خبري رسنیو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.
پدې لیدنه کې د ترکیې او عراق هیتانو هم ګډون کړی وو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر عراق ته د خپل سفر په اړه د خپل ټویټر پاڼې له لارې لنډ معلومات ورکړي دي.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ورور هیواد عراق سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو په اړه د خبرو کولو په خاطر بغداد ته راغلي یو.
تمه کیږي چې مولود چاوش اوغلو د عراق د ولسمشر برهم صالح، بهرنیو چار وزیر محمد علي الحکیمي او پارلمان رئیس محمد الحلبوسي سره هم لیدنه وکړي.