د ترکیې لپاره یوه تاریخي ورځ

د ترک جریان  د ګازو د نللیکې پروژه  چې  د روسیې ګاز د ترکيې له لارې  اروپا ته رسوي  نن  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل کیږي.

1337037
د ترکیې  لپاره  یوه تاریخي  ورځ

د ترک جریان  د ګازو د نللیکې پروژه  چې  د روسیې ګاز د ترکیې  له لارې  اروپا ته رسوي  نن  د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د استانبول  د کانګرې په مرکز کې  د  ترک جریان  د ګازو  د نللیکې  د پرانیستو په خاطر ځانګړي مراسم  جوړ شوي وو.

پدې مراسمو کې  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سربیره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ، د سربستان ولسمشر الکساندر وچیچ او د بلغاریا  لومړي وزیر بویکو بوریسوف  ګډون کړی وو.

د ویلو ده چې  د نللیکو د پرانیستو  د مراسمو نه مخکې  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان   د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  لیدنه وکړه.

د ویلو ده چې  پدې لیدنه کې  دواړو مشرانو د امریکا او ایران په روان کړکیچ، لیبیا ، سوریې، دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې او نړۍ پر مهمو  مسئلو خبرې وکړې.

د ویلو ده چې  د ترک جریان د ګازو نللیکې پروژې  چارې  د ۲۰۱۹ کال  د دسمبر په ۳۱ مه نيټه  پایته رسیدلې وې  .

د ګازو  ددې  نللیکو اوږدوالی   د روسیې  د اناپا  د ښار نه د ترکیې  د قرقلي ایلي ښار قایي کوی  پورې  ۹۳۵ کیلومتره  پورې  دوه  نللکي  د تورې بحیرې  د سمندر لاندې  راغځول شوي دي. د ویلو ده چې ددې نللیکو نه یوه  یواځې ترکیې ته  ګاز را انتقالوي  او بله  بیا  د روسیې ګاز  اروپا بازارونو ته رسوي.

هره  نللیکه  په کال کې  د ۱۵ عشاریه ۷۵  میلیارده متر مکعبه ګازو د انتقال په ظرفیت جوړې شوي دي. یعنې ددې نللیکو له  لارې به  په کال کې  ۳۱ عشاریه ۵ میلیارده متر مکعب  د روسیې ګاز ترکیې او اروپا ته صادر شي.



اړوند خبرونه