ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې  انګیلا مرکل سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

1335513
ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو  ریاست  د معلوماتو له مخې  ولسمشر اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې  مرکل سره  د سیمې او نړۍ په وروستیو مهمو  پرمختګونو خبرې وکړې.

د عامه اړیکو د ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې  دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د لیبیا، سوریې او په سیمه  کې د نورو تازه او مهمو  مسئلو په اړه خبرې وکړې.

همداشان  پدې ټیلیفوني خبرو کې  په دوه اړخیزو اړیکو هم  خبرې شوي دي.



اړوند خبرونه