د سلیماني د وژلو په اړه د ترکیې غبرګون

ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو او ایران ترمنځه د روان کړکیچ  او په اړیکو د ترینګلتیا په اړه اندیښنه وښوده.

1334438
د سلیماني د وژلو په اړه د ترکیې غبرګون

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا  متحده ایالتونو  لخوا د عراق په پلازمینه بغداد کې  په هوايي برید کې  د ایران د قدس د ځواکونو د قومندان  جنرال قاسم سلیماني  د وژلو په اړه  څرګندونې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې  راغلي دي چې  په ځانګړې توګه  عراق د جګړې په ډګر  بدلول هم  د عراق او هم  د سیمې  د سولې او استقرار ته  ستر ګوزار  دی.

په بیان کې راغلي دي چې  "  دا یو ښکاره  خبره  ده چې  نن  د سهار په ساعتونو کې د امریکا  متحده ایالتونو لخوا د عراق په پلازمینه  بغداد کې  د ایران د قدس ځواکونو د عمومي قومندان  د موټرو په کتار  هوايي برید کول  په سیمه کې  د   ناامنیو  او بې استقرارۍ  کچه  ښه  پسې  لوړوي. ټول باید  پدې  پوه شي  چې  زمونږ  د سیمې  ګواښوونکي  دا ډول  اقدامات  چې د شدت او تاریخوالي کچه  ښه پسې  لوړوي  ټولو خواوو ته  ستر  ضرر رسوي او پر ټولو بدې اغیزې کوي. "

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې ترکیه په سیمه کې د هر ډول  بهرنۍ مداخلې، ترورونو او مذهبي  نښتو سره  تل  مخالفت کړی دی  او اوس هم  سخت مخالفت کوي. ترکیه ټولې خواوو ته د عقل سلیم او اعتدال  بلنه ورکوي. هر سړی  باید  د داسو  یو پلو ګامونو نه چې د سیمې  سوله او استقرار له ګواښ سره مخامخوي  ډډه وکړي  او ډیپلوماسۍ  له لارې  ستونزې حل کړي.


پيوندونه: #ترکیه

اړوند خبرونه