ترکیې ملي شورا حکومت ته لیبیا ته د سرتیرو د استولو صلاحیت ورکړ

د ترکیې  ملي  شورا  لیبیا ته د  سرتیرو د استولو په خاطر د حکومت  لخوا وړاندې شوې  طرحه  د رایو په اکثریت سره  تصویب کړه

1333738
ترکیې ملي شورا حکومت ته لیبیا ته د سرتیرو د استولو صلاحیت ورکړ

 

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ  لیبیا ته د سرتیرو د استولو په خاطر  ملي شورا ته  طرحه وړاندې کړې وه چې نن  د  ملي شورا لخوا  د غور نه وروسته  پرې رای اچونه وشوه.

د ترکیې ملي شورا  دا فوق العاده  غونډه  د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ په مشرۍ  جوړه شوې وه.

د ملي شورا په عمومي غونډه کې لومړی  د حکومت لخوا لیبیا ته د سرتیرو د استولو  پر طرحې  هر اړخیز  غور  او بحثونه وشول  او وروسته  پرې رای اچونه وشوه.

طرحه په ملي شورا کې  د ۱۸۴ مخالفو  رایو په مقابل کې  د ۳۲۵ موافقو  رایو سره  د رایو په اکثریت سره  تصویب شوه.

د ویلو ده چې  په ننۍ فوق العاده غونډه کې  ۵۰۹ تنو وکیلانو ګډون کړی وو .

ملي شورا حکومت ته  لیبیا ته د سرتیرو استولو  پوره صلاحیت ورکړ.

ملي شورا  لیبیا ته د استوونکو سرتیرو  د دندې موده  یو کال وټاکله.

همداشان  لیبیا ته د استوونکو سرتیرو شمیره  او د دنده به د ولسمشر لخوا وټاکل شي.


پيوندونه: #لیبیا , #ترکیه

اړوند خبرونه