د ترکیې ملي شورا لیبیا ته د سرتیرو د استولو په طرحې نن غور او رای اچونه کوي

د ترکیې  ملي شورا  لیبیا ته  د عسکرو د لیږولو  په اجازه نامې  نن  غور کوي.

1333410
د ترکیې ملي شورا لیبیا ته د سرتیرو د استولو په طرحې نن غور او رای اچونه کوي

 

د ترکیې  د ولسمشرۍ ماڼۍ  لیبیا ته د عسکرو د استولو په خاطر اجازه طرحه  ملي شورا ته  وړاندې کړه.

د ترکیې  ملي شورا به نن  د ماسپخین په ساعتونو کې  په عمومي غونډه کې  پدې طرحه  غور  او وروسته  رای اچونه وکړي.

په طرحه کې  لیبیا ته د عسکرو  د استولو دلیل ذکر شوی   او پدې هیواد کې جګړو او ترهګرو د ځالو نه  یادونه شوې ده .

همداشان پدې طرحه کې خبرداری ورکړ  شوی دی که چیرې پدې هیواد کې دا نښتې په کورنۍ جګړې  بدلې شي  دا به په سیمه کې  د ترکیې ملي ګټو ته  ډیر ستر زیان  واړوي او تر ټولو زیات به په ترکیې منفي اغیزې وکړي.

په طرحه کې  ویل شوي دي چې  په لیبیا کې د ترکي سرتیرو  د ماموریت سرحد  به  د ولسمشر لخوا وټاکل شي.

پدې طرحه کې  د ملي شورا نه  د یو کال لپاره لیبیا د سرتیرو د استولو  د اجازې غوښتنه شوې ده .


پيوندونه: #عسکر , #لیبیا , #ترکیه

اړوند خبرونه