ترکیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

ترکیې  د امریکا متحده ایالتونو  د مشرانو جرګې لخوا  تصویب شوې د تخصیصاتو  د قانون لایحه  چې  د ترکیې پر خلاف پکې بعضو متنونو ته ځای ورکړ شوی دی په کلکه توګه وغنده.

1326772
ترکیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند  حامي اقسوی  پدې اړه ویلي دي چې 

" په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا  د فدرال ادارتو د بودیجې د تخصیصاتو اړوند  د قانون په لایجه کې  زمونږ د هیواد پر خلاف بعضو  متنونو ته  ځای ورکړی شوی دی. د امریکا د استازو د مجلس او مشرانو د جرګې  لخوا  ددې لایحه تصویبدل  ددې ښکارندويي کوي چې د امریکا د کانګرس غړي  په هر ډول چې وس  ورسیږي  دوه اړخیزو اړیکو ته  د زیان رسولو نه ډډه نکوي. د امریکا د کانګرس د غړیو لخوا  د بودیجې  د معلومولو  بهیر نه  د ترکیې پر خلاف کار اخیستل  او دې مسئلې ته سیاسي بڼه ورکول  په کلکه توګه غندو. د امریکا د کانګرس  غړي  چې د خپلو بعضو  ترک دښمنه  همکارانو  په لمڅون  د متحدوالي  اساس ته  زیان رسوي  د هر څه نه مخکې خپل اعتبار او باور  له منځه وړي. "

هغه  برخې چې  ترکیې ته د اف ۳۵ ډوله الوتکو د رالیږولو  پر وړاندې  بې ځایه خنډونه او بهانې  رامنځته کړي ، د قبرس په ټاپو کې  د سولې د هلو ځلو او په ختيځه مدیترانه کې  د همکاریو مخه نیسې   دا ډول اقدامات د هر چا نه مخکې پخپله  د امریکا  منافعو او د سیمې سولې او استقرار ته  تر ټولو ستر زیان رسوي. دوې به د وخت په تیریدو سره  دا خبره  درک کړي.


پيوندونه: #غندنه , #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه