د کوالالمپور په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان مهمه وینا

ولسمشر اردوغان : نړۍ د پنځو نه لویه ده

1325998
د کوالالمپور په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان مهمه وینا
erdogan.jpg
erdogan.jpg
erdogan.jpg
erdogan.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د مالیزیا په کوربه توب جوړه شوې د کوالامپور  په نړۍواله  سرمشریزه کې وینا وکړه. د ویلو ده چې پدې سرمشریزه کې د ایران ولسمشر حسن روحاني  او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني  سربیره  د نړۍ د څه باندې  ۵۰ هیوادونو نه  ۶۵۰ تنو استازو ګډون کړی دی.

ولسمشر اردوغان  خپله وینا  د سرمشریزې کډونوالو ته  په سلام  ورکولو پيل کړه. هغه وویل چې  تاسې  هر یو ته مې د ترکېې د ۸۲ میلیونو تنو  وګړو د هر یو جلا جلا سلام او محبت  راوړی  دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې   د مالیزیا په کوربه توب  سږ کال د لومړي ځل لپاره  جوړه شوې  د کوالالمپور  په سرمشریزه کې  د ګډون  او دلته تاسې سره  د نږدې نه د لیدنې  له امله ډیر خوښ یم  او مالیزیا د لومړي وزیر مهاتا محمد د بلنې  او ښې میلمه پالنې نه  مننه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې دا سرمشریزه  د اسلامي امت د وحدت او یووالي سره  مرسته وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل  چې  پدې سرمشریزه کې د ګډون کوونکي زمونږ د هر ورور تجربه، وړاند وینه او نیوکه زما  او د ترکیې د ټولو خلکو لپاره  ډیر زیات اهمیت  او قیمت لري. پوره باور لرم چې  د کوالالمپور  سرمشریزه به زمونږ  ترمنځه  همغږي لا قوي  کړي او د اسلامي امت  د وحدت  سره به مرسته وکړي.

نن  ورځ  به مونږ  پدې مشریزه کې  د دوامداره ودې، امنیت او دفاعي برخو، تجارت او پانګه اچونې، ټکنالوژۍ او انترنټ پورې په هره برخه کې د همکاریو په امکاناتو وغږیږو. همداشان  د اسلام دښمنۍ نه نیولې تر ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې، د تفرقې نه نیولې  په سیمه کې د روانو کورنیو جګړو، مذهبي او توکمپالنۍ د یو زیات شمیر مسئلو په اړه به په ډیره  ازاده  توګه  غور او بحث وکړو.

د لا قوي  او پرمختللې او د اقتصادي پلوه  خپلواکه  یوې اسلامي نړۍ  لپاره  زمونږ سره د خپل فکر او نظریو  شریکوونکو  ورورنو نه  وار د مخه  مننه کوم.

ولسمشر اردوغان وویل " البته چې یوه خبره  تل زمونږ  زړه دردوي هغه داده چې  اسلامي نړۍ  وخت نا وخته  داسې او دیته ورته  غونډې کوي  خو  له بده مرغه چې  عمل  پرې نکوي. زمونږ پدې غونډو کې  د عمل  کمبودي شتون لري.

دا چې اسلامي نړۍ  د فلسطین د دعوا په حل کې  پرمختګ ندی کړی  او نه کوي، د خپلو زیرمو  او شتمنیو د استثمار مخه نیولی نشو، د مذهبي  تفرقو سره  زمونږ  سیمې پارچه پارچه کیږي  او بې ګناه انسانانو وینې بهیږي  مخنیوی کولای نشو ددې خبرې یواځنی  لامل  د عمل نشتوالی  دی.

اسلامي نړۍ  ضعیفه  او ناتوانه نده  او بې چاره  هیڅوخت نده. که چیرې د اسلامي نړۍ  زیرمو، سرچینو، نفوس او جغرافیوي  موقعیت ته  دقت وکړو د خپلو رقیبانو  سره  هیڅډول  کوم توپیر نلري. حتا  د خپلو رقیبانو او نورو هیوادونو په پرتله  لا قوي  او غښتلې  ده. دا  چې الله  تبارک  و تعالی  مونږ  ته  پدې اندازه  کافي  امکانات  په اختیار کې راکړي  دي  ، تیل، ګازو، نفوس  او مهم  جغرافیوي  موقعیت  او  بیا هم  د مسلمانانو  یوه ډیره  لویه برخه  د ولګې، قحطۍ، بې وزلۍ او جهالت  سره  لاس او ګریوان  دي  دا خطا  باید مونږ په خپل ځان کې ولټو. ددې خبرې یواځني مسئولین مونږ  پخپله یو.

الله تبارک و تعالی په قرانکریم کې مونږ ته  د عقل نه د ښه استفادې امر کړی دی. خپله خطا  په بل چا اچول  اسانه کار دی خو مهمه  داده چې  پخپلې خطا  پخپله  پوه شو.

زه پوره باور لرم که چیرې  مونږ  په خپلو  پریکړو  عمل وکړو هر څه به تر ډیره  حده  حل شي. "

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې یو ځل بیا  د ملګروملتونو د امنیت شورا په ساختار  سخته نیوکه وکړه او وویل چې  نړۍ د پنځو نه  لویه ده.

هغه وویل چې د دویمې نړۍوالې جګړې  غالبو هیوادونو  د خپلو شخصي ګټو نه د دفاع په خاطر  دا ساختار جوړ کړی دی. خو اوس  د ۱عشاریه ۷ میلیونونو تنو انسانانو قدر  ۵ هیوادونو ته  پریښودو  یو سیستم  وخت  تیر شوی دی. دې سیستم  خپل معیاد  پوره کړی دی.

هغه وویل چې  یواځې د ملګروملتونو د امنیت شورا نه بلکې د اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان ساختار هم  اصلاحاتو ته اړتیا لري.

هغه وویل  چې  نن ورځ د بډایه  او فقیرو اسلامي هیوادونو ترمنځه  توپیر  ۲۰۰ برابره  دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې  له بده مرغه چې نن ورځ د نړۍ په کچه  په جګړو کې د وژل کیدونکو هر سلو تنو نه  ۹۴ تنه مسلمانان  دي. یعنې  په هرو سلو تنو کې ۹۴ تنه مسلمانان  وژل کیږي.

نن ورځ په ټوله نړۍ کې د هر درو  وسلو نه یوه  په منځني ختیځ  پلورل کیږي. یعنې  مونږ  مسلمانان  یو بل  وژنو. مونږ  د خپل ورونه وژنو  او ددې وسلو په  پیسو  غربیان  بډایه  کوو. د غربیانو  او وسلو تجارانو جیبونه ډکو. هم  خپل ورور وژنو او هم  د غربیانو جیبونه ډکوو.



اړوند خبرونه