ترکیې بهرنیو چارو وزارت د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

ترکیه به د خپل ملي امنیت اړوند  د ګامونو اوچتولو نه  هیڅوخت  لاس پر سره نشي.

1325306
ترکیې بهرنیو چارو وزارت د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

ترکیه به د خپل ملي امنیت اړوند  د ګامونو اوچتولو نه  هیڅوخت  لاس پر سره نشي. دا خبره  د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت  د امریکا متحده ایالتونو د مشرانو جرګې لخوا تصویب شوې د دفاعي بودیجې په غبرګون کې وکړې.

ترکیې بهرنیو چارو وزارت  د امریکا د مشرانو جرګې لخوا تصویب شوي  د دفاعي بودیجې  په اړه سخت غبرګون وښود.

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې پرته د شکه چې ترکیه به هم د امریکا متحده ایالتونو ددې خصمانه اقداماتو په مقابل کې  هر ډول لازم تدابیر ونیسي.

په بیان کې راغلي دي " دا ډوله  تهدید امیزه  اوسلوپ  او ژبه ترکیه د خپل ملي امنیت په برخه کې  د اوچتوونکو ګامونو نه هیڅوخت لاس په سر کولای نشي. "

د امریکا متحده ایالتونو دا اقدامات  د یو خپلواکه او مستقل ترکیې دولت لخوا د خپل ملي امنیت په خاطر د نیولو تصامیمو په مقابل کې  ښکاره  سپکاوی  او خصمانه  دریځ ته د دوام ورکولو ښکاره بیلګه ده.

د امریکا دفاعي بودیجه  د ولسي جرګې نه وروسته د مشرانو جرګې لخوا هم  پاس شوه.

پدې بودیجه کې  د ترکیې په اړه ویل شوي دي ، دا چې ترکیې د روسیې نه اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو سیستم  رانیولی دی  د همدې امله باید ورته  د اف ۳۵ ډوله الوتکو  ورکولو نه ډډه وشي.

همداشان ترکیه  د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پروګرام نه د ویستو سربیره  د بندیزونو له لارې د مجادلې د قانون  په چوکاټ کې  ځینې بندیزونه لګولو غوښتنه شوې.

  د ترکیې د ګازو د نللیکو (ترک جریان او شمالی جریان  دوه  ) اړوند کسانو او ادارو باندې باید  بندیزونه لګولو غوښتنه هم  شوې ده .



اړوند خبرونه