ترکیې د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود
ترکیه : د فرانسې ولسمشر دوه مخی سیاست پر مخ وړي
![ترکیې د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو پر خلاف سخت غبرګون وښود](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5875/3b86/086e/5d8b0773f1f9d.jpg?time=1718852137)
د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د هغه څرګندونو په غبرګون چې ویلي وو ترکیه باید د پ ک ک ترهګرې ډلې د سوریې څانګې پ وای جي پر خلاف پيل کړو د سولې چینې د عملیاتو په برخه کې باید د ناټو د سازمان د غړیو هیوادونو نه د همغږۍ تمه ونه کړي وویل
" ماکرون په پرله پسې د چای ګیلاسونه ماتوي خو اوس هم چای غواړي "
قالن په پاریس کې د ناټو سازمان د سرمنشي ینس ستولتنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کې کړو څرګندونو ته د ټولنیزې مډیا له لارې ځواب ووایه.
هغه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي " ماکرون د ټولنې یواځنی مشر دی چې شمالي مقدونیا چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب په خاطر حتا د خپل هیواد د نوم د بدلولو پورې غوښتنې ومنلې خو بیا هم هغه ورته د غړیتوب غوښتنه رد کړه."
قالن د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل هغه څرګندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې ماکرون ته يی په خطاب کې کړې وې. مرکل ماکرون ته په خطاب کې ویلي وو چې " ستاسې په مختل کوونکي سیاسي ارزو ګانو او سیاست ډیره ښه پوهیږم. خو د ویشل شوو پارچو د یو ځای کولو نه نوره ستړې شوې یم . خو ته بیا هم په ګډه د چای څښلو غوښتنه کوې. زه ستا د ماتو کړو ګیلاسونو په سلیخولو ستړې شوې یم."
هغه د ماکرون د هغه څرګندونو په ځواب کې چې ویلي وو ترکیه باید د سولې چینې د عملیاتو په برخه کې د ناټو د غړیو هیوادونو نه د هیڅډول مرستې تمه ونکړي داسې وویل " ماکرون د یو پلو نه د چای ګیلاسونه ماتوي او د بل پلو نه بیا د چای غوښتنه کوي."
ماکرون په پاریس کې د ناټو د مشر ینس ستولتنبرګ سره په ګډه خبري غونده کې د ترکېې د سولې چینې د عملیاتو په اړه ویلي وو چې " د متحد هیواد ترکیې پر امنیتي اندیښنو ډیر ښه پوهیږو. ډیر زیات ترهګریز بریدونه پرې شوي دي.خو ددې په مقابل کې په سوریه کې پوځي عملیات سره د داعش پر خلاف عملیات د ګواښ سره مخامخ کړي دي. د همدې امله ترکیه باید پدې عملیاتو کې د ناټو سازمان او غړیو نه د همغږۍ تمه ونکړي. "
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718852137)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718852137)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله