ترکیې د عراق په شمال کې لس تنه ترهګر له منځه یوړل

ترکیې هوايي ځواکونو د عراق په شمال کې په ترهګرو مرګوني بریدونه وکړل

1312533
ترکیې د عراق په شمال کې لس تنه ترهګر له منځه یوړل

ترکیې د عراق په شمال کې  د هاکورک  په سیمه کې  د پ ک ک ترهګري سازمان  ۷ تنه غړي  او د ګارا په سیمه کې  ۳ تنه  ترهګر  له منځه یوړل.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې  د عراق په شمال کې د هاکورک په سیمه کې  د پ ک ک  ترهګري سازمان  ۷ تنه ترهګر چې  په ترکیې  د بریدونو هوډ  درلود او بریدونو ته چمتوالی  نیولی وو  د هوايي ځواکونو لخوا له منځه یوړل شول.

د بله پلوه  د عراق په شمال کې د ګارا په سیمه کې هم  د پ ک ک ترهګرې سازمان ۳ تنه غړي په هوايي برید کې له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت  د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د عراق په شمال کې  کې به هوايي عملیات دوام وکړي.



اړوند خبرونه