چاوش اوغلو : هیڅ هیواد د نړۍوالو  حقوقو نه لوړ  ندی

ترکیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود

1309012
چاوش اوغلو :  هیڅ هیواد د نړۍوالو  حقوقو نه لوړ  ندی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش  اوغلو  د فلسطین په خاوره کې د غیرې قانوني  یهودي استوګنځایونو اړوند د امریکا  د پریکړې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه وویل چې " هیڅ هیواد د نړۍوالو  حقوقو نه لوړ  ندی ."

چاوش اوغلو د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې " هیڅ هیواد د نړۍوالو حقوقو نه لوړ ندی. همداشان د هغه ذهنیت په اساس څرګندونې چې  زما خبره د کاڼي کرښه ده  زمونږ  لپاره  د ذرې په اندازه  اهمیت او ارزښت نلري."

د ویلو ده چې د امریکا  متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون  شپه  په فلسطین کې د تر اشغال لاندې  سیمو کې  د غیرې قانوني  یهودي استوګڼځایونو په اړه ویلي وو چې زمونږ  په اند  دا استوګنځایونه  غیرې قانوني ندي.

هغه ویلي وو " په لویدیځه تراړه کې  یهودي استوګڼځایونه  په اړه د باراک اوباما د حکومت  په دوره کې په سیاستونو کې ځینې تغیرات  راوستل شوي وو. د ټرمپ  د حکومت په توګه  پدې  پریکړه رسیدلي یو  چې  د  لویدیځې تراړه په اړه  دا سیاستونه  د سولې  د ټینګښت سره  هیڅډول مرسته نکوي. "

پمپیو  په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې  د امریکا ۳۹ م ولسمشر جیمي کارټر حکومت  په ۱۹۷۸ کال کې  د اسراییلو لخوا جوړیدونکي  یهودي  ملکي استوګڼځایونه د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې بللي وو  خو  بیا  د امریکا  ۴۰ ولسمشر رونالد ریګن  حکومت  د جیمې کارټر د حکومت  دا سیاستونه او دریځ  رد کړی وو.



اړوند خبرونه