اردوغان: ترکیه یواځنۍ هیواد دی چې تر ټولو زیات د کډوالو سره مرسته کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، په سوریه کې د ترکیې  د موجودیت  هدف  تیل  نه  بلکې  انسانان دي.

1308369
اردوغان: ترکیه یواځنۍ هیواد دی چې تر ټولو زیات د کډوالو سره مرسته کړې

 

ولسمشر اردوغان  دا څرګندونې په استانبول کې جوړ شوی  د عامه تفتیش په دویم  نړۍوال کنفرانس کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه د کلونو کلونو راهیسې  د ترهګریزو بریدونو  او اقتصادي  دسیسو  او بریدونو  پورې د یو زیات شمیر ګواښونو سره  لاس او ګریوان  شوې ده  خو ددې ټولو سره سره  اوس هم  په خپلو خپو  قوي  ولاړه ده او ودې او پرمختګ ته دوام  ورکوي.

هغه وویل ترکیه  نن  ورځ په نړۍ کې هغه هیواد  دی چې تر  ټولو زیات يي  د وروسته پاتو هیوادونو  او کډوالو سره  مرسته کړې او کوي يي.

هغه وویل " ځینې  برخې  په سوریه کې د تیلو د ویش  په لټه کې دي. مونږ ته يي هم  د سوریې د تیلو د ویشلو وړاندیز وکړ خو مونږ  ورته  دا وړاندیز رد کړ. مونږ  ورته وویل چې په سوریه کې زمونږ د موجودیت هدف تیل ندي. زمونږ  هدف  انسانان دي."

ولسمشر اردوغان وویل چې هیڅکله به هم  سوري کډوال د بمباریو ته تسلیم نکړي.

" نن ورځ د جوړو کړو دیوارونو شاته  په ډیره  بې شرمانه توګه  د بندو کلاګانو شاته  د ازادۍ  او رفاح  د تیاتر ننداره وړاندې کوي، کله چې پرې  د سراج  په نامه  د دې ماڼۍ نه وویستل شي  بیا به ددې خلکو په درد او غم  ډیر ښه پوشي."



اړوند خبرونه