ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا متحده ایالتونو  د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره  ټیلیفوني خبرې وکړې.

1301658
ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره  د سیمې پر مهمو مسلو خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو د ریاست  د څرګندونو له مخې  دواړو مشرانو  د ټرمپ په رسمي بلنه  د نوامبر په ۱۳ مه نيټه په امریکا کې پر مخامخ  لیدنې تفاهم وکړ.

ولسمشر اردوغان  د ټرمپ سره  د ټيلیفوني خبرو نه وروسته د خپل ټویټر پاڼې له لارې  په خپور کې پیغام کې وویل  چې "  د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره  مو ټیلیفوني خبرې وکړې. ډیرې ګټورې ټیلیفوني خبرې وې. پدې ټیلیفوني خبرو کې مو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، دواړو هیوادونو ترمنځه  په تجاري هدفونو  او یو زیات شمیر نورو  مسئلو غور  او بحث وکړ. زه پوره باور لرم چې د نوامبر په ۱۳ مه نيټه  امریکا ته ترسره کوونکی  سفر به د دواړو هیوادونو ترمنځه  د دوه اړخیزو اړیکو  او سیمه ایزو مسئلو په اړه  ډیرې ښې پایلي  ولري. "

همداشان  د امریکا ولسمشر ټرمپ هم  د ولسمشر اردوغان سره  د ټیلیفوني خبرو نه وروسته د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې  ویلي وو چې  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  ټیلیفوني خبرې وکړې  او  هغه راته د نښتو پر مهال  د تښتیدولو  د داعش ترهګرې ډلې د مشر البغدادي د کورنۍ لکه ښځې او خور  او داسې نورو  نیولو خبر راکړ.

ټرمپ ویلي وو چې پدې ټيلیفوني خبرو کې مو د سوریې په پولو، ترهګرۍ د لمنځه وړو، پ ک ک / وای پ جي او نورو  مسئلو په اړه خبرې وکړې.

هغه ویلي دي چې  د نوامبر په ۱۳ مه د راتلوونکي چارشنبې په ورځ  په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره  لیدنې نه  بې صبرانه  انتظار باسم.



اړوند خبرونه